د صهیونیسټانو بریدونو کې ۱۶ فلسطیني وګړي شهیدان شوي
خبري سرچینو نن سهار په غزې تړانګه د صهیونیسټ رژیم په هوایي بریدونو کې د ۱۶ فلسطینیانو د شهادت خبر ورکړ.
په غزه کې روغتیايي سرچینو خبر ورکړی دی چې یاد کسان د دغه سیمې په شمال کې د غزې په ښار او جبالیا باندې د صهیونیسټي رژیم په هوايي حملو کې شهیدان شوي دي.
دا هم ویل شوي چې نیواکګرو نن سهار په طولکرم سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی چې په پایله کې یې پنځه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د فلسطیني رسنیو د خبر له مخې؛ په طولکرم کې د بې پیلوټه الوتکو په دغه برید کې د کتائب قسام او الاقصی ځواکونو دوه قوماندانان هم شهیدان شوي دي .
له دې حملې سره په یو وخت په دغه سیمه کې د فلسطینیانو او نیواکګرو ترمینځ سخته نښته هم شوې ده. الجزيرې خبر ورکړى چې په دغه بريد کې د مقاومت درې تنه قوماندانان له يوې مور او لور سره شهيدان شوي دي.