پوتین او بشاراسد په مسکو کې سره لیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150688-پوتین_او_بشاراسد_په_مسکو_کې_سره_لیدلي
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره کتلي دي.
(last modified 2024-07-26T06:46:08+00:00 )
Jul 26, 2024 11:07 Asia/Kabul
  • پوتین او بشاراسد په مسکو کې سره لیدلي

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره کتلي دي.

د فرانسې خبري آژانس پرون، راپور ورکړی وو چې پوتین په کرملین کې د بشارالاسد کوربه وو.

دواړو ولسمشرانو «په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا د زیاتېدو» په تړاو خبرې کړې دي.

پوتین تر دې وړاندې ویلي وو، چې په منځني ختیځ کې وضعیت مخ په خرابېدو دی او  وضعیت په سوریه کې هم ورته دی.

هغه ویلي وو، چې ټاکل شوې ده، په دې تړاو له بشارالاسد سره خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې د مسکو او سوریې د اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده او په نړۍ او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل کېږي.

سوریه د روسیې له اوږدمهالو متحدینو څخه ګڼل کیږي.