له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د تجارتي راکړو ورکړو زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150720-له_ګاونډیو_هېوادونو_سره_د_ایران_د_تجارتي_راکړو_ورکړو_زیاتیدا
د ایران د ګمرک د وروستي راپور له مخې، په تیرو څلورو میاشتو کې د ایران او ګاونډیو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ترټولو لویه برخه په ترتیب سره له متحده عربي اماراتو، ترکیې، عراق، پاکستان او افغانستان سره وه
(last modified 2024-07-27T09:41:27+00:00 )
Jul 27, 2024 14:09 Asia/Kabul
  • له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د تجارتي  راکړو ورکړو زیاتیدا

د ایران د ګمرک د وروستي راپور له مخې، په تیرو څلورو میاشتو کې د ایران او ګاونډیو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ترټولو لویه برخه په ترتیب سره له متحده عربي اماراتو، ترکیې، عراق، پاکستان او افغانستان سره وه

 په تېرو ۴ میاشتو کې له ۱۵ ګاونډیو او سیمې  هېوادونو سره د ایران سوداګریزې راکړې ورکړې شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی درلودلی دی.

د ایران د ګمرک  د وروستي راپور له مخې، په تیرو څلورو میاشتو کې د ایران او ګاونډیو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو راکړو ورکړو ترټولو لویه برخه په ترتیب سره له متحده عربي اماراتو، ترکیې، عراق، پاکستان او افغانستان سره وه. روسیه، عمان، اذربایجان جمهوریت ، ترکمنستان، ارمنستان، قزاقستان، کویت، قطر، بحرین او سعودي عربستان هم په دې موده کې د ایران د سوداګریزو راکړو ورکړو په راتلونکي رتبوکې وو. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادی ډیپلوماسۍ مرستیال مهدی صفری له تهران سره د اقتصادی ملګرتیاو لپاره د سعودی عربستان لیوالتیا ته په اشارې سره وویل، د ایران او سعودی عربستان ترمینځ د ګډ اقتصادی کمیسیون غونډه به ډیر ژر جوړه شی.

صفری ګاونډي  محوری ، د سيمې له هېوادونو سره د اړيکو ښه کول او له نړيوالو اقتصادي سازمانونو سره د همکاريو پياوړتيا دایران د ديارلسم حکومت له تګلارو او د هېواد له مهمو لومړيتوبونو وبلله .. دخدای بخښلی ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په مشرۍ د ۱۳مې دورې حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا د سیاست  په چوکاټ کې  د سوداګرۍ، ټرانسپورټ او ټوریزم په برخو کې ښې موافقې ته رسېدلي چې د اړیکو د رغولو لپاره یې زمینه برابره کړې ده. ښاغلي رئیسي چې په تېرو دریو کلونو کې د اجراییه ریاست مشري کوله، ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د ګڼو سفرونو په ترسره کولو سره د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ د پراختیا هڅه کړې ده. له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراخول د اسلامي جمهوریت د حکومتونو لومړیتوب دی، خو د ایران دیارلسم حکومت په دې برخه کې زیات نوښت او هڅې وکړې او په تېرو څلورو میاشتو کې له دغو هېوادونو سره د ۲۰ میلیارده ډالرو تبادله د دې ثبوت دی . د ایران منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان  تیره اونۍ د قطر په ورځپاڼه "العربی الجدید" کې په یوه لیکنه کې چې عنوان  یې دی چې "د یوې پیاوړې او هوسا سیمې لپاره سره یوځای کیږولیکلي دي: د سیمې د هیوادونو ترمنځ د متحرک او دوه اړخیزو همکاریو په صورت کې  په سیمه کې د ایران د بهرنۍ تګلارې اصلي لومړیتوب له ګاونډیانو سره د همکارۍ پراختیا ده او نوی حکومت به هڅه وکړي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په ټینګولو کې د اوسني حکومت دریځ وساتي او  د اقتصادي ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او له ګاونډیانو سره د اړیکو د زیاتولو پر بنسټ د ګاونډیتوب پر سیاست ټینګار وکړي.

 ایران اوه سرحدی ګاونډیان او لس ساحلي ګاونډیان  لرِ ي چې د ایران د ډیپلوماسۍ، اقتصاد او کلتور لپاره بې شمیره فرصتونه برابر کړي، په ځانګړې توګه د ایران کلتور چی په ډیرو ګاونډیو هیوادونو کې  لا قوي حضور لري. په حقیقت کې هغه څه چې د ګاونډیو سیاست د لوړ باور لامل شوی، د ګاونډیانو له خوا د دغې تګلارې منل دي، چې د ديارلسم حکومت په دوره کې د ایران او سعودي تر منځ د اړیکو له بیا پیل او د ایران او نورو ترمنځ د اړیکو په  زیاتوالي سره څرګند شو. همدا اوس د ګاونډیو او د سیمې د مشرانو له خوا د ایران د خلکو منتخب ولسمشر ته د مبارکۍ د پیغامونو سیلاب په ډاګه کوي چې دغه هیوادونه هم د ګاونډیتوب د سیاست د دوام په لټه کې دي.  چی بی شکه د دواړو خواوو د  مشرانو او خلکو لخوا ملاتړ کیږي.