صهیونیسټ رژیم ته سخت خبرداری
د عراق د کتائب حزب الله ویاند د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د مقاومت له هر محور سره جنګ ته د صهیونیستانو ننوتل به د هغوي له سخت غبرګون سره مخامخ شي.
د عراق د کتائب حزب الله ویاند جعفر الحسینی ویلي، که صهیونیستي رژیم په یوه نوي اقدام لاس پورې کړي او د مقاومت له محورونو څخه د یوه اړخ په وړاندې خپل پوځي عملیات پراخ کړي نو دا کار به د دغه رژیم او امریکا چې ملاتړی یې دی په ګټه نه وي.
دغه غورځنګ خبرداری ورکړی چې د مقاومت ځواکونه یو له بل سره تړلي او موخه یې د فلسطین د خلکو دفاع او له تیرې کوونکو سره مقابله ده.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې د صهیونیستي رژیم ځینو مشرانو وړاندوینه کړې چې، په لبنان کې له حزب الله سره جګړه به د اشغالي سیمو په شمال کې هم شدت ومومي خو؛ د حزب الله غورځنګ اعلان کړی دی چې دصهیونیستانو له هرډول تیري سره به په کلک هوډ سره مقابله وکړي او سخت ځواب به ورکړي.
په ورته وخت په لبنان کې خبري سرچینو نن سهار د دغه هیواد په جنوب کې د صهیونیستي رژیم د هوایي بریدونو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې په دغو بریدونو کې د لبنان په جنوب کې د حوله، مرکبه، عیتا الشعب، خیام، شاهین، یارون، میس الجبل، کفار کلا، عیترون او برج الشمالي پر سیمو بمباري شوې ده.
د لبنان حزب الله غورځنګ د دغو بریدونو په ځواب کې د شمال په المنار او شتولا اشغال شویو سیمو کې د صهیونیستانو څو پوځي اډې په نښه کړي دي.
دصهیونیستي رژیم پوځي چارواکو اعتراف کړی دی چې په غزې باندې له پوځي حملې وروسته په دغو سیمو کې په پوځي مرکزونو باندې د لبنان د مقاومت د ځواکونو د منظمو بریدونو له امله د اشغالي سیمو شمال تقریبا په بشپړه توګه تصفیه شوي دي.
دغه راز د رای الیوم رسنیو په غزه کې د حماس د تونلونو په ویجاړولو کې د صهیونیستي رژیم ناکامۍ ته په اشارې سره لیکلي چې د «اتلانتیس» په نوم عملیاتو کې چې د دغو تونلونو د له منځه وړلو په موخه په اشغالي سیمو کې ترسره شوي د غزې د عملیاتو ترڅنګ د اسراییلي پوځ یو بل وحشیانه برید هم ور زیات شو.
په ورته مهال صهیونیستي رسنیو « هاآرتص» د اشغالګرو د ماتې ترڅنګ د تونلونو د تونلونو د ړنګېدو مفکوره ناکامه وبلله.
یو صهیونیست افسر هاآرتص ته ویلي: اشغالګرو فکر کوه چې، د تونلونو ړنګېده به د حماس د له منځه تللو لامل شي خو بریالي نه شول.
دغه صهیونیستي رسنۍ د حماس د تونلونو ځانګړې انجینرۍ ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې په دې وروستیو کې په اسرائیلو کې بحثونه او جنجالونه رامینځته شوي او دا پوښتنه یې راپیدا کړې چې ولې د حماس تونلونه په تیرو کلونو کې د بارانونو پرمهال نه دي ړنګ شوي.
زیاتوي دوی دې پایلې ته رسېدلي چې حماس تونلونه په ځانګړي ډول جوړ کړي او د باران په وړاندې یې ټول اړین تدابیر نیولي دي.
له بلې خوا په تل اویو کې یوې امنیتي سرچینې هاآرتص ته ویلي، هغه پوځ چې له جګړې وړاندې روزل شوی له ځمکې تر آسمانه له هغه واقعیت سره چې د پوځيانو مخې ته واقع دي، توپير لري.