په تهران کې نن د شهید هنیه جنازه ادا کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150866-په_تهران_کې_نن_د_شهید_هنیه_جنازه_ادا_کیږي
د ایران د اسلامي تبلیغاتو د همغږۍ شورا په یوې اعلامیې کې ویلي، د حماس د سیاسي غورځنګ د دفتر د شهید شوي مشر اسماعیل هنیه جنازه به نن ۵ شنبه په تهران کې ادا شي.
(last modified 2024-07-31T23:41:08+00:00 )
Aug 01, 2024 04:10 Asia/Kabul
  • په تهران کې نن د شهید هنیه جنازه ادا کیږي

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د همغږۍ شورا په یوې اعلامیې کې ویلي، د حماس د سیاسي غورځنګ د دفتر د شهید شوي مشر اسماعیل هنیه جنازه به نن ۵ شنبه په تهران کې ادا شي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د اسلامی تبلیغاتو د همغږۍ شورا خبر ورکړی چې د حماس د اسلامي مقاومت غورځنګ د مشر ډاکټر اسماعیل هنیه د جنازې مراسم به نن سهار اته بجې د تهران له پوهنتون څخه د آزادۍ څلور لارې پورې ادا شي.

اسماعیل هنیه تیره ورځ په یو تروریستي برید کې له خپل یوه ساتوونکي سره په تهران کې په شهادت ورسید.

د ایران د اسلامي انقلاب دفتر وایي، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای به د شهید اسماعیل هنیه د جنازي لمونځ پخپل امامت سره ادا کړي.