قالیباف : صهیونیسټ رژیم به د خپل جنایت تاوان ورکړي
د ایران د اسلامی شورا مشر په تهران کښې د حماس د سیاسی دفتر د مشر د ترور په غبرګون کښې وویل صهیونیسټ رژیم به د ایران په خاوره کښې د حملې سخته بیه ادا کړی.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د هغه یو ساتونکی د چهارشنبه په سهار (د جولای په ۳۱ مه) په تهران کې د دوی په استوګنځي کې د برید په ترڅ کې شهیدان شول.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف د تهران په پوهنتون کښې د اسماعیل هنیه او د هغه د ساتونکی د جنازې په مراسمو کښې درست اسلامی امت او د نړۍ ازادي غواړو ته د حماس د سیاسی دفتر د مشر د شهادت د تسلیت په ترڅ کښې زیاته کړه: نن مقاومت د صهیونیسټ رژیم د موجودیت او وجود ی فلسفه په خطر کې اچولی او د فلسطین د ملګرو او د اسرائیلو د ملاتړو په شمول د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې صهیونیسټ رژيم د تباهۍ کیندې ته پریوتلې دې .
د ایران د اسلامی شورا مشر په لبنان او تهران کښې د مقاومت د قوماندانانو ترور د صهیونیسټ رژیم د کمزورتیا نتیجه وبلله او زیاته یې کړه چې دغه ترورونه او اقدامات به د مقاومت په چورلیز باندې هیڅ اغیزه ونلری.
قالیباف ووهه او وتښته د دوپړاو د ختمیدو په اړه د اسلامی انقلاب د معظم رهبر څرګندونو ته په اشارې سره څرګنده کړه، د ایران دنده ده چې دغه جنایت ته په مناسب وخت او ځای کې ځواب ووایی.
د ایران د اسلامی شورا مشر د مقاومت د مبارزانو په وړاندې د صهیونیسټی رژیم جنایتونه د کمزورتیا او بی وسۍ له امله وبلل او ویې ویل، هنیه د فلسطین د مظلومانو ترټولو ستر غږ و وو او په شهادت سره یې دغه اهمیت تصویب کړ.