د هنیه د ترور په اړه د امنیت شورا غونډه
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازی د امنیت شورا په غونډه کښې د اسماعیل هنیه د ترور په باره کښې ټینګار وکړ چې د اسرائیلو د ستراتیژیک ملګری اوپه سیمه کې د اسرائیلو د رژیم د اصلی ملاتړی په توګه د امریکامسوولیت په دې بوږنونکی جنایت کې باید له پامه ونه غورځول شي ځکه چې دا اقدام د امریکا د استخباراتو له اجازې او ملاتړ پرته نه شو ترسره کیدلې .
امیر سعید ایروانی د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې د لویدیځې اسیا د حالاتو په اړه زیاته کړه د ایران اسلامی جمهوریت د ترهه ګرۍ دغه وحشیانه عمل په سختو ټکو غندی او د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو له منشور او همدارنګه د ایران د ملي حاکمیت او امنیت سرغړونه بولي .
د شهید هنیه په وژلو کښې د صهیونیسټ رژيم ترهګر اقدام چې د نړۍ له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی؛ بې له شکه د واشنګټن له اطلاعاتي او پوځي مرستو پرته نه یوازې صهیونیسټ رژیم په تهران کښې د عملیاتو کولو جرئت او قدرت نه درلوده بلکې خامخا به د هغه له پایلو ویریده .
دسیاسی چارو کارپوه امین فرجاد په دې باره کښې وایی: له صهیونیسټ رژیم سره دامریکا هراړخیز ملاتړ د دې سبب شوی دی چې ددغه رژیم جنایتکار لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په سیمه کښې د یو لیونی سپی په شان ازاد شی او هر جرم او جنایت وکړي او ملاتړي یې هم په سپین سترګیتوب سره ملاتړ کوي.
د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام د سیمې او نړۍ له سولې او امنیت یوه جدي سرغړونه ده او د ملګروملتونو د امنیت شورا د منشور پراساس د خپلو دندو په اجرا کښې د سمدستي او اغیزمن اقدام غوښتنه کوي. که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې د اسراییلو لخوا په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه وغندله، خو د دغه جنایتکار رژیم له خوا د ملي حاکمیت د سرغړونو د تکرار د مخنیوي لپاره جدي پریکړه ونه شوه. یوازې د اندیښنې په څرګندولو بسنه وشوه .
دا په داسې حال کښې ده چی د امنیت شورا د دایمی غړیو په توګه د چین او روسیې د استازیو په شتون سره تمه کیده چې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د ترهګرو فعالیتونو د دوام د مخنیوی لپاره جدی تصمیم ونیول شی. ځکه د امنیت شورا د غړیو له خوا د شهید هنیه د وژلو د غندلو اصلي علت د رژیم له ملاتړو پرته په لویدیځه اسیا کې د سولې او ثبات ګواښل دي . په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر او دایمي استازي د اسماعیل هنیه وژنه په سیمه کې د سوله ییزو هڅو د له منځه وړلو یوه ښکاره هڅه وبلله.
په ملګرو ملتونو کې د روسيې د سفير او مرستيال استازي د هنيه د ترور د غندلو په تر څ کې وويل، د دې ترور تر شا چی هر څوک دي او هغه کسان چې دغه ترور يې ترسره کړې، بايد په دې پوه شي چې دا ډول کړنې د نړيوالې سولې لپاره څومره خطرناکې دي.
په ملګرو ملتونو کې د الجزاير سفير او استازي د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې دا يو ساده بريد نه، بلکې يوبې رحمانه عمل او د يوه هېواد له ملي حاکميت سرغړونه ده. د هغه په وينا، دا يوازې پریوه انسان بريد نه، وو بلکې پر ډيپلوماتيکو اړيکو او د نړيوال نظم پر اصولو او بنسټونو ناوړه بريد دی. هغه جنایت چی د اسراییلو لخوا ترسره شوی د ایران له ملي حاکمیت سرغړونه ده.
خو په ملګرو ملتو کښې د امریکا سفیر او مرستیال د اسرائیلو په وړاندې د واشنګټن د ملاتړپاله سیاستونو په دوام کښې د صهیونیسټ رژیم د ترهه ګرۍ د اقدام په ملاتړ کښې په سپین سترګیتوب سره وویل چې امریکا د اسرائیلو رژیم له ترهه ګر اقدام خبره نه وه د اسماعیل هنیه او په دې عملیاتو کې یې هیڅ رول نه درلود.
په ملګروملتونو کښې دانګلستان سفیر او دائمی استازی هم په سپین سترګیتوب سره د شهید هنیه په وژله کښې دصهیونیسټ رژیم له جنایته دفاع وکړه . له همدې امله څرګنده ده چې تر څو چې د بشری حقوقو د تش په نامه ملاتړی د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو ملاتړ ته دوام ورکړی دغه رژیم به د هیوادونو له ملی حاکمیت او نړیوالو قوانینو سرغړونې ته دوام ورکړی .
په عین حال کې لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ، تهران د خپل ګران مېلمه په وينې غوښټنې هوډمن دی .
ښکاره ده چې د هر ډول کړکیچ د زیاتیدو د پایلو مسوولیت د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د نورو ملاتړو په غاړه دی.