د شهید هنیه ټرور، د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو وروستۍ کړۍ وه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150918-د_شهید_هنیه_ټرور_د_صهیونیسټي_رژیم_د_جنایتونو_وروستۍ_کړۍ_وه
د تهران موقته امام جمعه وویل: په تهران کښې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور، د هغو پرله پسې جنایتونو د لړۍ وروستۍ کړۍ وه چې د اسرائیلو ماشوم وژونکې ډله یې ترسره کوي.
(last modified 2024-08-02T23:34:35+00:00 )
Aug 03, 2024 03:50 Asia/Kabul
  • د شهید هنیه ټرور، د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو وروستۍ کړۍ وه

د تهران موقته امام جمعه وویل: په تهران کښې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور، د هغو پرله پسې جنایتونو د لړۍ وروستۍ کړۍ وه چې د اسرائیلو ماشوم وژونکې ډله یې ترسره کوي.

د ایرنا د خبر له مخې، محمد جواد حاج علي اکبري پرون د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه، په لبنان کښې د حزب ا... د یو قومندان فواد شکر او همداشان په عراق کښې د حشد الشعبي د یوه ډله مقاومتي ځواکونو د وژلې په غندلو سره وویل: حقیقت دا دی چې ماشو وژونکی رژیم(اسرائیل) په دې وجه دا ډول اقدامات ترسره کوي چې هغه مثالي دفاعي توان چې د دغه رژیم ستر امتیاز و، ختم شوی دی.

د تهران لنډمهاله امامِ جمعه همداشان د شهید اسماعیل هنیه ټرور ته په اشارې سره وویل: صهیونیسټي رژيمغوښتل چې د مقاومت د یو مشر په شهادت سره د فلسطیني ولس د مقاومت روحیه خرابه کړي او همداشان د نړیوالو په سترګو کښې د مقاومت په سیمه کښې د ستر ایران حیثیت کمزورې کړي خو له دې غافل دي چې شهید اسماعیل هنیه پس له کلونو چې د شهادت په تمه و، خپلې پخوانۍ آرزو ته ورسیږي.

هغه په دوام کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې صهیونیسټي رژیم د زوال په جبه کښې لویدلی دی او اوس تش لاس پښې وهي، څرګنده کړه: د اسرائیلو جنایکاره رژيم د غزې په نګ کښې خپل هیڅ کوم هدف ته ونه رسیدو بلکې په کورنیو اختلافاتو کښې ښکیل شو او د دغه رژيم په وجود نه جبیره کیدونکې ګوذار وشه او له نیواکي ټاټوبي د صهیونیسټانو د بیرته مهاجرت سبب هم شو چې د اسرائیلیانو لپاره یې د دنیا په عامه افکارو کښې نړیواله رسوايي لرلې ده.