د صهیونیسټ بریدونو کې ۲۳ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150974-د_صهیونیسټ_بریدونو_کې_۲۳_فلسطینیانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
په غزه کې د صهیونیسټي رژیم په تازه بریدونو کې اته فلسطیني وګړي شهیدان او پنځلس نور ټپیان شوي، دغه راز په یوه برید کې ۵ صهیونیسټانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
(last modified 2024-08-04T07:39:34+00:00 )
Aug 04, 2024 12:03 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ بریدونو کې ۲۳ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزه کې د صهیونیسټي رژیم په تازه بریدونو کې اته فلسطیني وګړي شهیدان او پنځلس نور ټپیان شوي، دغه راز په یوه برید کې ۵ صهیونیسټانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

فلسطیني سرچینو خبر ورکړی چې صهیونیسټي رژیم په دیرالبلح سیمه کې د فلسطیني کډوالو په خیمو بمبارۍ کړي

 په عین حال کې د تل ابیب په حولون سیمه کې د صهیونیسټانو په ضد په عملیاتو کې پنځه صهیونیسټانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نن سهار د اسرائیلو رژیم د غزې په تړانګه کې د فلسطیني کډوالو خیمې د شپږم ځل لپاره په نښه کړلې.

د فلسطیني رسنیو د خبر له مخې؛ د غزې تړانګې په مرکز دیر البلح کې، د الاقصی د شهیدانو د روغتون په سیمه کې د فلسطیني کډوالو په خیمو باندې په دغه برید کې اته تنه شهیدان او ۱۵ تنه فلسطینیان ټپيان شوي دي.

خبری سرچینو دغه راز خبر ورکړی، اسرائیلي جنګی الوتکو د غزې په شمال کې د جبالیا په کمپ کې د استوګنې یو کور په نښه کړی چې له امله یې اته فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.

په عین حال کې عبري رسنیو نن سهار د اشغال شوي تل ابیب ښار په حولون سیمه کې د صهیونیسټي ضد عملیاتو په اړه خبر ورکړی.

د دغې رسنۍ له مخې په دغه سیمه کې یوه کس په صهیونیسټانو د چړې په وسیله حمله وکړه چې په پایله کې یو تن هلاک او څلور نور ټپيان شول، خو صهیونیسټي رسنۍ ادعا کوي، چې بریدګر د صهیونیسټي پوځیانو له خوا په ډزو وویشتل شو او شهید شوی دی.

د فلسطین د مقاومت کمیټې د تل ابیب په حولون سیمه کې د اتلولۍ عملیاتو مبارکی ورکړي، دغه اقدام یې د صهیونیسټ رژیم د امنیتي او پوځي نظام لپاره یو ګوزار او د فلسطین د مقاومت په وړاندې د دغه رژیم د کمزورتیا یو پرېکنده ثبوت بللی.

په لبنان کې هم خبري سرچینو د دغه هېواد په جنوب کې د صهیونیسټي رژیم د هوایي بریدونو له ترسره کولو څخه خبر ورکړی.

المیادین خبر ورکړی، چې اسرائیلي جنګي الوتکو د لبنان په جنوب کې د محمودیه سیمه په نښه کړې ده. دغو جنګیالیو د لبنان په جنوب کې د کفرکلا په ښارګوټي هم بمباري کړې ده.

په عین حال کې د لبنان د اسلامي مقاومت خبر ورکړی چې، د لبنان جنوبي کلیو کفر کلا او دیر سرایا سیمه کې د اسرائیلو د حملو په پایله کې چې لسګونه ملکیان ټپيان شوي دي، په ځوابیه برید کې په لومړي ځل د بیت هلل اشغالي شهرک په راکټونو سره ویشتلی دی.

د لبنان حزب الله په خپله بیانیه کې ویلي: نن سهار یې د فلسطین په شمال کې د رامیا په اډه کې د صهیونیسټی پوځ د جاسوسۍ وسایل په مناسبو وسلو سره په نښه کړل.

له دې مخکې خبری سرچینو د اشغالګرو په الجلیل او شمالي جولان سیمو د پراخو توغندیزو بریدونو د ترسره کېدو خبر ورکړ.

د راپورونو له مخې؛  د الجلیل په سیمه او د جولان په شمال کې په پنځلسو نیول شویو ښارونو کې د توغندیو د حملې د خبرداري غږونه اوریدل شوي دي.

ځینو سرچینو خبر ورکړی؛ د فلسطین په شمال کې د الجلیل سیمې په لور لږ تر لږه ۵۰ توغندي توغول شوي دي.