د ایران او اردون بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151004-د_ایران_او_اردون_بهرنیو_چارو_وزیرانو_لیدنه_کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تهران کې له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره په کتنه کې وویل صهیونیستي رژیم باید د ایران د سخت ځواب انتظار وکړي.
(last modified 2024-08-05T08:20:28+00:00 )
Aug 05, 2024 12:46 Asia/Kabul
  • د ایران او اردون بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه کړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تهران کې له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره په کتنه کې وویل صهیونیستي رژیم باید د ایران د سخت ځواب انتظار وکړي.

علی باقري وویل د ایران د اسلامي جمهوریت تګلاره له ګاونډیو او مسلمانو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا ده او د ایران د اسلامي انقلاب رهبر د دغه هیواد د بهرني سیاست په ډګر کې د دغې تګلارې په دوام ټینګار وکړ .

ښاغلي باقري ویلي چې د ایت الله خامنه اي په وینا د اسلامي نړۍ د دښمنانو هڅې چې په سیمه کې اختلافاتو ته لمن وهي ،له دې مسلې سره د مقابلې لپاره د ایران هڅې د ګاونډیتوب د سیاست په جدي تعقیب ولاړې دي.

د ایران د اسلامي جموریت د بهرنیو چارو سرپرست وزارت ټینګار کړی چې د اسرائیلو رژیم باید سخت ځواب ترلاسه کړي څو پوه شي چې ظلم سخت زیان لري.

ایمن الصفدي د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړی چې د اردن او ایران اړیکي پخوانۍ او د ورورګلوۍ اړیکې دي او د دواړو هيوادونو اړیکه باید لا پياوړې شي.