د مقاومت په رګونو کې د شهید اسماعیل د وینې ځلا
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د مقاومتي چورلیز د مبارزانو په رګونو کې د شهید اسماعیل هنیّه دوینې د ځلا په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر د فساد په دوسیې او دغه راز د اکتوبر د اومې نيټې د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو په باب د اطلاعاتو د نه درلودلو په دوسیې کې د زندان او محاکمې له ویرې او له داخلي بحرانونو څخه د تښتې لپاره په مختلفو هیوادونو کې د جنګ او د ډول ډول ترینګلتیاؤ دوام ته اړتیا لري.
وحشي صهیونیسټي رژیم د فلسطین د اسلامي مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیّه په ترور او په غزې تړانګې کې د فلسطینیانو د نسل وژنې له لسو میاشتو وروسته د استیصال او ناکامۍ اوج تجروبه کوي .د اسرائيلو د جعلی حکومت د جوړیدا تاریخ، د فلسطینیانو د ټاټوبی له نیواک او کډوالیدا سره په یووخت دی.د تاریخ په اوږدو کې چې اساس ئې د صهیونزم پر توکمپالنې ولاړ دی ، د فلسطینیانو وژلې او پوځي تیري تر اوسه پورې دوام لری. ترور د فلسطین په نیواک کې دخپلو موخو په پرمخ بیولو کې د صهیونیسټانو یو ترټولو اصلي آوزار دی. صهیونیسټان فکر کوي چې د فلسطین دمقاومتی غورځنګونو د رهبرانو او ځانګړو شخصیّتونو په ترور سره د مقاومت پراخه زمینه له مینځه وړلی شي، نو صهیونیسټ رژیم په تیرو لسو میاشتو کې ده چې دغزې خاوره ئې په ډول ډول بمونو ، توغندیو او نورو ماډرنو وسلو سره له خاورو سره خاورې کړې، په دې مودې کې ئې څه دپاسه څلویښت زره فلسطینیان شهیدان او په لسګونو زره نور ټپیان کړي دي، خو جنایتکارو صهیونیسټانو د حماس مبارز غورځنګ په له مینځه وړلو کې خپلو سپيرو موخو ته لاس رسی نه دی درلودلی . دوی له یوه ستومانه کونکي جنګ سره لاس او ګریوان شوي، د فلسطین دمقاومتي لوري دیوې غوره څیرې او رهبر اسماعیل هنیّه ترور په جنګ ګکې ددغه بندون له وضعیّته د وتلو او د جنګ دپراخولو لپاره دصهیونیسټانو له خوا یوه هڅه ده ، د فلسطین تاریخ د اسرائيلو د توکمپال رژیم د رهبرانو د تصوراتو او خیالاتو په اپوټه فضا رابرسیره کوی. د فلسطین د خلکو د مبارزو تاریخ د صهیونیسټانو له سپيرې نیواکګرې څخه د ژغورنې لپاره یو سپَڼکی راڅرګندوي. د اسماعیل هنیّه د ترور په څير په پيښو سره مقاومت پاي ته نه رسیږي. فلسطینیان د مدني او وسلوالو مبارزو په ټولو پړاؤنو کې ، د اسرائيلي عواملو له خوا د خپلو رهبرانو ترور، هغه که په نیواکي ټاټوبو کې وي او که له هغو په فرسنګونو لیرې ، په کرتو تجروبه کړی دی، دوي هیڅکله هم د خپل آرامښت او آسانتیاؤ په خاطر دخپل آرمان غوښتو په شا شوي نه دی . دا،د نیواک په ټولو شکلونو کې له ۱۹۲۵ کال څخه رانیولې تر اوسه پورې په پرله پسې نسلونو کې د فلسطنیانو د قوت هماغه یو ټکی دی.
د ایران د پلازمینې په مینځ کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر ترور ، ممکنه ده پر دغې سیاسی ډلې پخپل ډول یو ګوزار حساب شي.د تیر کال داکتوبر له اتمې نیتې راهسې تراوسه پورې فلسطینیان له اسرائيلو سره په یوه نابرابر جنګ کې مقاومت ته دوام ورکوي،خو اسرائيلي چارواکي ښه پوهیږي،چې هیڅکله هم فلسطیینان د ژغورونکی مبارزې له دوامه لاس په سر کیدا ته نشی اړباسلی. په غزې کې په بندو پولو سره په یوه ټاټوبی کې څه دپاسه لس میاشتتنی نابرابره جنګ، د فلسطین پر ولس ډیر مالی او ځاني تاوانونه وارد کړي دی،خو هغه څه چې د اسرائيلو جعلی حکومت پوځ په ترټولو ماډرنو او ورځنیو پرمختللو وسلو سنبال کړی دی،د هغې نیواکګرۍ په وړاندې د فلسطینیانونه تسلیمیدا ده چې نه یوازې ټاټوبی؛ بلکې د فلسطین دم لت هویّت ئې په نښه کړی دی. له همدې دلیل اسرائيل اوس په غزې کې د صهیونیسټانو د وژلو په ضد دنړیوالې ټولنې له نفرت او کرکې سره مخامخ شوی دی. صهیونیسټانو د فلسطینیو کډوالو او بې دفاع خلکو په ضد له خپلو ټولو جنایتونو او وحشیتوب سره سره خپلې سټراټژيکې موخې نه دي ترلاسه کړي.دوي یو ځل بیا د فلسطینیانو د تسلیمولو لپاره د یوه لاسوند به توګه ترور ته مخه کړې ده . د اسرائيلو افراطي او زوړپال رهبران پرې دې هیله مند دی چې له یوې په ترهه ګرو عملیاتو سره فلسطینیان د مقاومت له کبله له سرخحوږي سره مخ کړی، او له بل پلوه له خپلو سټراټژيکو موخو سره د ناسمو عواملو له وجوده ډګر خالي کړي.
په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې له لس میاشتنیو و حشي ډوله جنایتونو او عامو وژلو وروسته، وحشي صهیونیسټي رژيم نه دی توانیدلی خپلې اعلان کړئ شوو هیڅ یوې موخې ته یعني د حماس د مقاومت د نا بودولو او د بندیانو خوشي کولو په څير موخو ته ورسیږي . صهیونیسټانو په سمیې کې د لیونتوب په اوج کې د سپیرو اقداماتو په یوې لړۍ کې ، ټوله سرې کرښې چخڼي کړي دي. د صهیونیسټ رژیم موخه دهغه مخه نیونکي قدرت احیاء کول دی چې په توفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو کې ئې ډیر تاوانونه لیدلي دي . خو وحشي صهیونیسټي رزيم په تیرو لسو میاشتو کې نه دی توانیدلی د اکتوبر له اومې نیټې مخکې مخه نیونکی وضعیّت بیرته ترلاسه کړي،بلکې د مقاومتي چورلیز سره به مقابلې کې دغه رژیم کمزورتیا او بې وسي لارابرسیره شوی دی . تر هغه حده چې حتی په امریکا او اروبا کې د صهیونیسټي رژیم متحدان هم له دغه رژيمه په ملاتړ کې دوه ګوڼي رول لوبونې ته اړ شوي دي.له صهیونیسټانو څخه نفرت او کرکه نړیواله شوې ده او په صهیونیسټانود نیوکه کونکي اعتراضونو چغه نوره په یهودضده کیدا هیڅ کارندوالی نه لري. د صهیونیسټ رژیم په محکومیت او اعتراضونو اوج کې د امریکا ترټولو متحدو ملګرو چغې هم آوریدل کیږی. په دغه شان شرائطو کې نتنیاهو د امریکا او اروپائي حکومتونو د هراړخیزو ملاتړونو په پشتوانې سره د فلسطینیانو دترور او جنایتونو په کولو کې هیڅ حد او سره کرښه نه رعایتوي . اسماعیل هنیّه کوم چُپه خولۀ سیاستوال نه ؤ او د هغه سیاسی او ډيپلوماټيک فعالیتونه په بشپړ ډول ښکاره وو.د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر په کرتو د نړۍ ګوټ ګوټ او هم ایران ته ډير سفرونه درلودل،نو دا جدی پوښتنه مطرح کیږي، چې ولې هغه باید په دغه وخت او په یوه خاص ځاي او مکان کې او په تیره بیا په ایران کې د نوي ولسمشر د لوړې په دستورو کې له ګډونه وروسته په مشخصو ساعتونو کې ترور شي؟
د اسرائیلو جعلی رژيم په ایران کې د اسماعیل هنیّه په ترور سره ، نه یوازې د حماس غورځنګ مشر په نښه کړی ، بلکې دایران د املی امنیت او حاکمیّت باندې د تیریو او د ټولو ډيپلوماټيکو اوسیاسی سرو کرښو څخه په تیریدا سره ئې ، دایران مځکنۍ بشپتړتیا خلاف ورزي هم کړې ده . د اسماعیل هنیّه ترور ، امریکا ته د نتنیاهو له سفره وروسته ،په کانګرس کې د هغه په وینا پسې او د کانګرس د استازو په بیا بیا هڅونې وروسته ترسره شو. نتنیاهو همدرااز د امریکا له اوسني ولسمشر جوزف بایډن او دهغه له مرستیالې او د ولسمشرۍ له کاندیدې کاملا هریس سره او دغه راز د جمهوری غواړو له کاندید او پخوانی کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ سره هم لیده کاته وکړل او ولمسول شو.داسې کتنې چې له نتنیاهو څخه دنړیوالې کرکې اونفرت ، د هغه په شخصي اندیښنو او په نیواکي ټاټوبو کې د هغه دمنزوي کیدا په اوج کې شوي دي. دغه سفر د نتنیاهو لباره چې د انصاف د نړیوالې محکمې له خواپه غزې کې د جنګی جنایتونو په دلیل د هغه د نیولو فرمان هم جاری شوی دی، د هغه دنړیوالې کرکیجنې څیرې د بدلولو لپاره یوفرصت برابر کړڅو ځان د امریکا د اوسنی او راتلونکی ولسمشر سره د خبرواترو او د امریکا دقانونو جوړونکي ترټولو لوړ اورګانن داحترام وړ واکوال به توګه انځور کړي .د اسماعیل هنیّه ترور ،په سیمې کې د جنګ او تاؤتریخوالی د دوام لپاره او د هغه دداخلی کرکیجنې څيرې د بدلولو لپاره د نتنیاهو د هلوځلو په لړ کې ترسره شو، چې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر له داخلی ترینګلتیاؤ او بحرانونو څخه دتښتې او د فساد او د تیر کال داکتوبر د اومې نیټې د ناڅاپی عملیاتو په باب د بې اطلاعۍ په دوسیو کې دهغه د زنداني او محاکمه کیدا له ویرې د ژغورل کیدا لپاره، په مختلفو هیوادونو کې د جنګ او د ډول ډول بلاغوښتنو دوام ته اړتیا لری .د حزب ا... غورځنګ د یوه لوړپوړي قوماندان فواد شکر ترور،په بیروت کې د یوه ایراني پوځي سلاکار ترور او بلاخره په تهران کې د اسماعیل هنیّه ترور په لړ کې دارزونې وړ دي.
د اسرائيلو جعلی رژیم پخپلو ترهه ګرو اقداماتو کې له فلسطینیانو سره د خپلو جنګونو په مخینې کې په یوه اساسی ټکي سترګې پټې کړي دي ؛ د ا چې د فلسطنییانو په نظر کې همیشه داسې وه چې ائيډیالې موخې، له هغو شخصیّتونو او څیرو لا مهمې دي چې اسرائيلیانو ترور او یا قتل کړي دي او یا ئې په نښه کوي . دا موضوع په دې معنا نه ده چې ددوی رهبران کوم له کم ارزښته برخمن وي ، خو په دې معنا ده چې د خپل آرمان لباره دډيرو درندو او سترو لګښتونو ورکولو ته حاضر دي ،خو له خپل آئيډیال او اساسی موخو هیڅکله هم په شا نه کیږی او دغه بهیر به تر تله دوام ولري او بلاخره به هم دغه و حشي او جنایتکار رژیم د دنیا له مخه ورک شي او د فلسطین ځاي اوسیدونکي به خپل ارمان او ټاټوبی ته لاس رسی ولري.
(سیماب)
*****************************************************