د جدې غونډه او د اسلامی هیوادونو تعریف شوې دنده
د صهیونسټ رژیم اقداماتو ته د ځواب ویلو لپاره د ایران او مقاومت د تیاري په درشل کې د اسلامي ملګرتیا سازمان په جدې کې بیړنۍ غونډه جوړه کړې ده.
د اسلامي ایران د خارجه وزارت سرپرست علی باقري نن چهارشنبه سهار د یو پلاوي په مشرۍ د اسلامي ملګرتیا تنظیم د خارجه وزایرانو د اجرایي کمیټې په بیړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د عربستان جدې ته لاړ. دغه غونډه د فلسطیینانو په خلاف د صهوینسټانو د جنایتونو د دوام او د صهیونسټ رژیم له خوا د اسلامي ایران د ملي امنیت او واکمنۍ د ماتولو او د شهید اسماعیل هنیه د شهادت د جاجولو لپاره د اسلامي ایران له فعالې دپلماسۍ او سلا مشورو او د اسلامي ملګرتیا تنظیم له سرمنشي او د اسلامي هیوادونو له خارجه وزیرانو سره د د ایران د خارجه وزارت له ډېرو تماسونو وروسته جوړیږي. په دې غونډه کې چې د اسلامي ایران په غوښتنه او د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په سویه جوړیږي، د فلسطین په خلاف د صهیونست رژیم په جنایتونو، د اسلامي ایران د ملي واکمنۍ په ماتولو او د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه په شهیدولو کې د صهیونسټ رژیم په اقدام غور کیږي.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د فلسطین د ولس په تېره بیا د غزې د خلکو په خلاف د اسراییلو د نیواکګر رژیم جنایتونه روان دي چې تر اوسه پکې تر څلویښتو زرو زیات فلسطینیان شهیدان او تر یو نوي زرو زیات ژوبل شوې. په دوي کې زیات شمیر ښځې او ماشومان لیدل کیږي. پر دې سربیره ملکي سیمې منجمله درې څلویښت زره کورونه، بنیادي تاسیسات، د روغتیا او تعلیم مرکزونه، جوماتونه عبادتځایونه او تاریخي ځایونه په نښه شوې او کابو دوه میلیونه فلسطینیان له خپل کوره بې کوره شوې دي. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتو امنیت شورا په خپله دنده کې په عمل کولو کې پاتې راغلې د دغه غونډې جوړېدل دوه چنده اهمیت پېدا کوي.
په داسې حال کې چې د سیمې هیوادونو منجمله دوو لویو هیوادونو یعنې ایران او عربستان د پراختیا پروګرامونه په لومړیتوب کې راوستي او خپل اړیکي یې رغولي دي او خپلې ګټې د سیمې په امنیت او ثبات کې ګڼي، صهوینسټ رژیم او د نتانیاهو په مشرۍ ښي لاسی واکمن ګوند خپلې ګټې او بقا په سیمه کې د ناامنۍ په زیاتولو کې ویني او په سیمه کې یې د ترقۍ پروګرامونه ننګولي دي. د دغه شان غونډو جوړېدل د صهیونسټ رژیم د وروستیو ترورونو په وړاندې د مقاومت چورلیز او ایران د مشروعې دفاع د حق لپاره پیاوړی ملاتړ برابروي.
ځینې دا وېره مطرحوي چې ښایي وروستي ترور ته ځواب د یو سیمه ایز جنګ د جوړېدو سبب ګرځېدلی شي او نتانیاهو د خپل دولت د بقا موخې یعنې په سیمه کې جنګ جوړولو ته نزدې کوي. خو د دغه رژیم مخینه ښیي چې که دغه رژیم سم او غاښ ماتوونکی ځواب ونه ویني بیا هم له سرو کرښو تیریږي.
د اسلامي ملګرتیا تنظیم د فلسطین د مسالې په وړاندې ښکاره مسوولیت لري او دغه سازمان د جوړېدو فلسفه هم د فلسطین او د بیت المقدس دفاع ده. د فلسطین په خلاف په تاریخ کې هیڅ وخت دومره لوی ګواښ نه و موجود چې څومره اوس موجود دی. که له دې مخې خیال کېده چې یوه ورځ به فلسطینیان په غزې او د لویدیځې غاړې په ځینو برخو کې خپل محدود حکومت جوړ کړي خو د تېرو لسو میاشتو په جنګ کې ښه معلومه شوه چې دغه رژیم د پراخو وژلو او ورانیو په وسیله غواړي د دغه سیمې استوګن نورو هیوادونو منجمله مصر ته وکوچوي او په مناسب فرصت کې هماغه سناریو په لویدیځه غاړه کې اجرا کړي او په لویدیځه غاړه کې استوګن فلسطینیان اردن ته ولیږي.
شواهد ښیي چې دغه رژیم د ۱۹۴۸ کال د نیواکي ځمکو چې اسراییل یې نوموي د استوګنو عربو لپاره هم پلان لري او د یو خالص یهودي دولت د جوړولو لپاره غواړي عرب مسلمانان نورو سیمو ته وکوچوي،
له صهیونیسټ رژیم سره د سیاسي اقتصادي اړیکو غوڅول، د جنګي جنایتکار په توګه د نتانیاهو د نیولو د حکم اجرا، او د هغه د نړیوالې محاکمې لپاره غوښتنه، له ملګرو ملتو او ورپورې اړوند ادارو څخه د صهیونسټ رژیم د وتلو غوښتنه او د وروستیو ترورونو په ځواب کې د مقاومت د مشروعې دفاع د حق ملاتړ، هغه موارد دي چې د اسلامي ملګرتیا تنظیم د هغو په کارولو سره کولی شي د صهیونسټ رژیم د اقداماتو او د فلسطین د مسالې په وړاندې په خپله دنده عمل وکړي.