د اسماعیل هنیّه ترور د صهیونسټانو سټراټژيکه تیروتنه وه
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست د حماس غورخنګ د سیاسی دفتر د مشر شهیداسماعیل هنیّه ترور د صهیونیسټي رژيم یوه سټراټيکه تیروتنه وبلله.
د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علی باقری کني دعربستان په جدې کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې د بیړنۍ غونډې له ترسره کیداوروسته فرانس پریس خبری آژانس سره په خبرو کې ووئیل، صهیونیسټي رژيم د اسماعیل هنیه په ترور سره سټراټژيکه غلطي کړې، تاوانی شو او ډيره دندره بیّه به ورکړي.
د ایران خارجه وزیر په وینا، اسرائيلي رژيم غواړي، تاؤتریخوالي، جنګ او ترینګلتیاوې نورو هیوادونو ته پراخې کړي ،خو په داسې موقعیّت کې نه دی چې له ایران سره ښکیل شي.
په عین حال کې علی باقری کني په جدې کې د عربستان د خارجه وزیر له قایمقام ولید الخریجي سره په کتنې کې ووئیل، د اسماعیل هنیّه په شهیدولو کې د صهیونیسټي رژیم د وروستي اقدام د محکومیّت پراخه څپې د صهیونیسټانو سیاسی انزوا لازیاته کړې ده. هغه همداراز روښانه کړه، د ایران اوعربستان د ووه اړخیزې اړیکې په سم لور پر مخ ځي.
الخریجي هم د اسلامی ملګرتیاموسیسې د اجرائي کمیټې د بیړنۍ غونډې د ترسره کولو لپاره په وړاندیز او هڅې کې د اسلامی ایران د نوښت په قدرونې سره د صهیونیسټي رژیم دتیریو په محکومیّت او له ایرانه په دغې ناستې کې د ټولو حاضرو هیوادونو پر ملاتړ ټينګار وکړ.د عربستان دخارجه وزیر قایمقام د جدې غونډه ښه او بریالۍ د اسرائيلي رژيم له تیریو سره په مقابلې کې د ا سلامی هیوادونو د ګډو هڅو په چوکاټ کې وبلله او وې وئيل، د ریاض اصولي دریځ د هیوادونو دملی امنیت او حاکمیّت په حریم د هرډول تیري او ترهه ګر اقدام په محکومیّت کې اوڅاره دی.