د امریکا ولسمشر په عربستان د وسلو د خرڅولو بندیز ختموي
Aug 10, 2024 02:11 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې ولیکل دریو خبرو سرچینو وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن فیصله کړي ده چې په سعودي عربستان د امریکا د یرغلیزو وسلو د خرڅولو بندیز لغو کړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن دوه کاله مخکې او واک ته له رسیدا وروسته په لنډ وخت کښې فیصله وکړه چې په سعودي عربستان باندې د امریکا د یرغلیزو وسلو خرڅول وځنډوي.
د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې یوه چارواکي وویل د جوبایدڼ حکومت په روانه اونۍ کښې د کانګرس غړیو ته ویلي دي چې په عربستان باندې یې د یرغلیزو وسلو په خرڅولو باندې د لګول شوي بندیز د ختمیدا فیصله یې کړي ده.
ټیګونه