د امریکا ولسمشر په عربستان د وسلو د خرڅولو بندیز ختموي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151200-د_امریکا_ولسمشر_په_عربستان_د_وسلو_د_خرڅولو_بندیز_ختموي
ایرنا خبري اژانس وايي رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې ولیکل دریو خبرو سرچینو وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن فیصله کړي ده چې په سعودي عربستان د امریکا د یرغلیزو وسلو د خرڅولو بندیز لغو کړي.
(last modified 2024-08-09T23:13:32+00:00 )
Aug 10, 2024 02:11 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر په عربستان د وسلو د خرڅولو بندیز ختموي

ایرنا خبري اژانس وايي رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کښې ولیکل دریو خبرو سرچینو وویل د امریکا ولسمشر جوبایډن فیصله کړي ده چې په سعودي عربستان د امریکا د یرغلیزو وسلو د خرڅولو بندیز لغو کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دوه کاله مخکې او واک ته له رسیدا وروسته په لنډ وخت کښې فیصله وکړه چې په سعودي عربستان باندې د امریکا د یرغلیزو وسلو خرڅول وځنډوي.

د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې یوه چارواکي وویل د جوبایدڼ حکومت په روانه اونۍ کښې د کانګرس غړیو ته ویلي دي  چې په عربستان باندې یې د یرغلیزو وسلو په خرڅولو باندې د لګول شوي بندیز د ختمیدا فیصله یې کړي ده.