صهونیسټانو نن سهار یو خل بیا په غزه بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151230-صهونیسټانو_نن_سهار_یو_خل_بیا_په_غزه_بریدونه_کړي
صهیونیسټ رژیم په داسې حال کې په غزې باندې خپلو حملو ته دوام ورکوي چې نن سهار هم د دغه ښار په یو شمیر استوګنو سیمو د دغه رژیم له خوا په پرلپسې ډول حملې شوي دي.
(last modified 2024-08-11T07:20:50+00:00 )
Aug 11, 2024 11:44 Asia/Kabul
  • صهونیسټانو نن سهار یو خل بیا په غزه بریدونه کړي

صهیونیسټ رژیم په داسې حال کې په غزې باندې خپلو حملو ته دوام ورکوي چې نن سهار هم د دغه ښار په یو شمیر استوګنو سیمو د دغه رژیم له خوا په پرلپسې ډول حملې شوي دي.

نن سهار خبری سرچینو په غزې تړانګې کې د صهیونیسټ رژیم په هوایی حملو کې پنځه فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین سما خبري اژانس وايي، د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې په مرکز او د دغه ښار په لویدیځ کې د الشطي په کمپ کې د استوګنې دوه کورونه بمبار کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو دغه راز نن سهار د غزې په جنوب کې د رفح ښار په جنوب او لویدیځ سیمو کې بمبارۍ کړي.

په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم له یرغل څخه څه د پاسه نهه میاشتې تیرې شوي او له کومې پایلې او لاسته راوړنې پرته دغه رژیم ورځ تربلې په کورنیو او بهرنیو کړکیچونو کې ډوبیږي.

دغه رژیم په یاده موده کې له جنایت ، قتل عام ، ورانۍ، جنګ، جرمونو، د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونې، په دې سیمه کې د مرستندویه ادارو بمبارۍ او قحطۍ رامنځته کولو پرته بله لاسته راوړنه نلري.

په ورته وخت کې؛ د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي: دغه هېواد د سیمه ایزې جګړې د پیلولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د اهدافو او لاسته راوړنو د مخنیوي لپاره اقدام کوي.

علي باقري ویلي: د ایران اسلامي جمهوریت د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او د سیمه ایزې جګړې د رامینځته کولو لپاره د اسرائیلي رژیم د هیلو د تحقق د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

هغه زیاته کړه: په نړیواله کچه د صهیونیسټ رژیم د لا زیاتې غندنې لپاره د ایران هڅې، په تیره بیا په غزه کې د تابعین په ښوونځی باندې د حملې په اړه چې پرون ترسره شو، دوام لري او تهران دغه مهم او بشري موخه په جدی توګه تعقیبوي.

په عین حال کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مرستیال خلیل الحیا هم ویلي: فلسطین د صهیونیسټ رژیم د ورځنیو جنایتونو د پراخې نړیوالې غندنې په لټه کې دی او د دغه مهمې موخې د ترلاسه کولو لپاره له ایران سره په ګډه اقدام کوي.

همداراز له فلسطین څخه په یوه بل خبر کې ویل شوي، په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې، د صهیونیسټي رژیم له خبرداریو وروسته، د خان یونس سیمې اوسیدونکي د څو وم ځل لپاره بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو او بشري مرستو د همغږۍ ادارې UNRWA هم دا خبر تایید کړی او ویلي: د صهیونیسټي رژیم خبرداری د تېرې پنجشنبې په ورځ خپور شوی او خلک یو ځل بیا له دې سیمې بې ځایه شوي دي.

UNRWA وايي چې په دې سیمه کې له اویا زرو څخه زیاتو خلکو ژوند کاوه او اوس دوی په سمه توګه نه پوهیږي چې چیرته پناه واخلي.

دا سیمه د شپږم ځل لپاره خالي کیږي.

سره له دې چې په دغو سیمو کې د خلکو شتون زیات دی خو هلته د صهیونیسټانو حملې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې صهیونیسټي رژیم پرون د سهار د لمانځه د ادا کولو په وخت د فلسطیني د کډوالو په یوه ښوونځي وحشتناکه برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه سل تنه شهیدان شول.