دریو اروپايي هیوادونو د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتنه وکړه
(last modified Mon, 12 Aug 2024 09:29:52 GMT )
Aug 12, 2024 13:59 Asia/Kabul
  • دریو اروپايي هیوادونو د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی بریتانیا ، فرانسې او جرمني چې د فلسطین د بې ګناه خلکو پرضد د اسرائیلو رژیم ستر ملاتړي دي وویل چې دوې په غزې تړانګه کښې د اوربند په هکله د موافقې او د یرغمل شویو کسانو د خوشي کیدا په لور د قطر، د مصر او د امریکا لخوا د ترسره کیدونکو هڅو هرکلی کوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون، د جرمني صدر اعظم اولف شولز او د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر(keir starmer) په یوې ګډې بیانیې کښې وویل چې مونږ سمدستي د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني ، د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د امریکا د ولسمشر جوبایډن ګډه بیانیه تائیدوو.

د دغو دریو اروپايي  چارواکو وویل مونږ موافق یوو چې نو د سولې خبرې ونه ځنډیږي او زیاته یې کړه مونږ له ټولو لورو سره کار کوو چې د حالاتو د  خرابیدا مخه ونیسو او د تاوتریخوالي د کمولو او ثبات ته د رسیدا لپاره به هر ډول هڅه ترسره کړو.

بریتانیا ، فرانسې او جرمني په خپلې ګډې بیانیې کښې وویل جنګ باید همدا اوس بند شي او د حماس غورځنګ لخوا یرغمل شوي کسان باید خوشي شي.

هغوې وویل د غزې تړانګې خلک خوراکي مرستو ته سمدستي ضرورت لري.