امریکا د بنګلادیش د حکومت په نسکورولو کښې لاس درلود
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151300-امریکا_د_بنګلادیش_د_حکومت_په_نسکورولو_کښې_لاس_درلود
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د بنګلادیش استعفا شوي لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د هیواد په وروستیو اعتراضونو کښې چې د حکومت د نسکوریدا سبب شول د امریکا د رول د لرلو خبر ورکړ.
(last modified 2024-08-13T00:38:28+00:00 )
Aug 13, 2024 05:05 Asia/Kabul
  • امریکا د بنګلادیش د حکومت په نسکورولو کښې لاس درلود

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د بنګلادیش استعفا شوي لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد د هیواد په وروستیو اعتراضونو کښې چې د حکومت د نسکوریدا سبب شول د امریکا د رول د لرلو خبر ورکړ.

شیخ حسینه واجد له استعفا کیدا وروسته له «اکونومیک ټایمز» مجلې سره په خپلې لومړۍ مرکې کښې امریکا د ډاکې د  حکومت په نسکورولو کښې په لاس لرلو تورنه کړه.

د بنګلادیش پخوانۍ لومړۍ وزیر شیخ حسینه واجد چې کابو اوه ورځې مخکې د اعتراض کونکو لخوا د لومړۍ وزیرې د کور او د دفتر له نیولو او چورتالان کولو وروسته هندوستان ته وتښتیده زیاته کړه ما استعفا ورکړي ده چې د نورو تاوتریخوالو د رامینځته کیدا مخه ونیسم.

هغې وویل که چیرې زه له هیواد څخه نه تللی نو په بنګلادیش کښې نوره ډیره وژله او ورانکارۍ رامینځته کیدله.