محمد بن سلمان د هغه د وژنې د هڅې خبر ورکړی
د سعودي عربستان لومړي وزیر او ولیعهد محمد بن سلمان د هغه د وژنې د هڅې د ترسره کېدو خبر ورکړی.
د امریکایي مجلۍ پولیټیکو د خبر له مخې؛ محمد بن سلمان د امریکا ګانګرس غړو ته ویلي چې ښایي د نوموړې د وژنې هڅه ترسره شي.
د پولیټیکو مجلې د راپور له مخې، محمد بن سلمان د امریکا د کانګرس غړو ته ویلي چې د سعودي او اسرائیلو د اړیکو د رغولو او له امریکا سره د همکارۍ لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی دی.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د مصر وژل شوي ولسمشر انور سادات ته هم اشاره کړې، چې له اسرائیلو سره د کمپ ډیویډ له موافقې وروسته ووژل شو.
شهزاده محمد بن سلمان د امریکا د کانګرس له غړو هم غوښتي چې له اسرائیلو سره په هر ډول احتمالي معامله کې د فلسطیني دولت لپاره یوه حقیقي لاره شامله کړي، ځکه په اوسنیو حالاتو کې د اسرائیلو پر ضد د عربانو غوسه په اوج کې ده.
د يادونې وړ ده چې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې سعودي عربستان امريکا ته ويلي و چې سعودي به تر هغه وخته له اسراييلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې نه پيلوي تر څو چې د ۱۹۶۷ کال په پولو کې يو خپلواک فلسطيني دولت جوړ شوی نه وي چې پلازمېنه به یې مشرقي القدس وي.
دا په داسې حال کې ده چې په سعودي عربستان له دې امله پراخه نیوکې کیږي چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په دوام کې د فلسطیني د مظلومو خلکو څخه هیڅ ډول کلک ملاتړ ونکړ.