ډونالډ ټرامپ له روسیې سره د جوړې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151622-ډونالډ_ټرامپ_له_روسیې_سره_د_جوړې_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ د روسیې په شان له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو د ساتلو په اهمیت باندې ټینګار سره وویل سپینې ماڼۍ ته د بیرته رسیدا په بڼه کښې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره جوړه وکړم.
(last modified 2024-08-22T07:56:37+00:00 )
Aug 22, 2024 12:18 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرامپ له روسیې سره د جوړې غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ د روسیې په شان له هیوادونو سره د مثبتو اړیکو د ساتلو په اهمیت باندې ټینګار سره وویل سپینې ماڼۍ ته د بیرته رسیدا په بڼه کښې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره جوړه وکړم.

هغه په نارت کیرولیا ایالت کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې په انتخاباتي وینا کښې له روسیې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د خپلې فیصلې خبر و رکړ او زیاته یې کړه ښه خبره ده چې د روسیې په شان له هیوادونو سره جوړه وکړو.

د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ په دوام کښې له روسیې سره د جنګ لپاره اوکراین ته د امریکا په پوځي مرستو باندې نیوکې سره وویل زمونږ د وسلو ګودامونه اوکراین ته د ډیرو  وسلو د استولو په خاطر خالي شوي دي.