مدودوف: لوېدیځ هېوادونه به مجازات شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176338-مدودوف_لوېدیځ_هېوادونه_به_مجازات_شي
پارس ټوډی – د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودوف اعلان کړی چې د لوېدیځ هېوادونو مشران به د هغو جنایتونو له امله له مجازاتو سره مخ شي چې د روسیې د له منځه وړلو په هڅه کې یې ترسره کړي دي.
(last modified 2026-08-09T07:20:53+00:00 )
Aug 09, 2026 11:49 Asia/Kabul
  • مدودوف: لوېدیځ هېوادونه به مجازات شي

پارس ټوډی – د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودوف اعلان کړی چې د لوېدیځ هېوادونو مشران به د هغو جنایتونو له امله له مجازاتو سره مخ شي چې د روسیې د له منځه وړلو په هڅه کې یې ترسره کړي دي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودوف ویلي: د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د واکمنۍ پای نږدې دی. که اوکراینیان نوي او هوښیار مشران پیدا نه کړي، دغه هېواد به له حتمي ویجاړۍ سره مخ شي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال زیاته کړې: اروپا ونه توانېده چې روسیه په اوکراین کې ماته کړي، خو ځان ته یې ستر زیان اړولی دی. لوېدیځ خپلې دوه‌ مخې پالیسۍ ته دوام ورکوي او د جوړجاړي او منځګړیتوب پر ځای، ضرب‌الاجلونه او د وسلو لېږل غوره کوي، لوېدیځ هڅه کوي په هره وسیله روسیه له منځه یوسي او د دې لپاره د ساکاشویلي او زلنسکي په څېر جنایتکار کسان په خدمت کې نیسي.

دیمیتري مدودوف زیاته کړې: د لوېدیځ هېوادونو مشران به د هغو جنایتونو له امله له مجازاتو سره مخ شي چې د روسیې د له منځه وړلو په هڅه کې یې ترسره کړي دي.

هغه وایي، د سیاسي کړکېچونو د حل لپاره د لوېدیځ ډیپلوماسۍ خپل اعتبار په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا، روسیه په ټولیزډول لوېدیځ نظر ته هېڅ اهمیت نه ورکوي او ورته د روسیې ملي ګټې تر هر څه ډېرې مهمې دي.