جنرال رضايي: د سیمې ثبات په څو اړخیزه ملګرتیاو پورې تړلی دی
پارس ټوډې-د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر جنرال محسن رضايي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د ایران او روسیې د سټراټیژیکو ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره د ایران پر ارادې ټینګار وکړ.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر تورن جنرال محسن رضايي، د روسیې د باندنیو چارو له سرګي لاوروف سره په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر سټراټیژیکو ملګرتیاو ټینګار وکړ، څو په سیمه کې د ملګرتیاو له لارې ثبات پیاوړی، امنیت تضمین او د سیمې د هېوادونو پرمختګ او پراختیا چټکه شي.
په دې لیدنه کې جنرال محسن رضايي د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري د ایران او روسیې د سټراتیژیکو ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره په خپلې ارادې ټینګار وکړ.
هغه د دواړو هېوادونو د بېلابېلو همکاریو د پراختیا لپاره د روسیې د نظرونو او نوښتونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ایران او روسیې ګډې اقتصادي پروژې، لکه د سټراټیژیکو کوریډورونو یعني دهلېزونو بشپړول، د سیمې پر ثبات مثبت اغېز لري.
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر جنرال رضايي په سیمه کې له جنګ وروسته نویو شرایطو ته په اشارې سره وویل، د سیمې د امنیت او ثبات دوام او پایدارۍ په څو اړخیزو سیمهییزو ملګرتیاو پورې تړلې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د واکمنې شورا په ګډون، په نړیوالو ټولنو کې د ایران د نوښتونو او ګټو لپاره د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه د امریکا او صهیونیسټ رژیم له لوري پر ایران باندې غیرقانوني پوځي بریدونه، په ځانګړي ډول د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې د اټومي تاسیساتو بمبارول، په کلکه وغندل او ویې ویل چې د ایران او روسیې ترمنځ د ملګرتیاو امکانات پراخ او هر اړخیز دي.