د حسیني اربعین څو میلیونه لاریون تاریخ کښې ساری نلري
زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي د حسیني اربعین څو میلیونه ستر لاریون په تاریخ کښې بې مخینې وباله.
د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د اګست د میاشتې له پینځویشتمې نیټې سره سمون خوري په کربلا دښته کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت اربعین یعني څلویښتې ده او زیارتوال په دغه ورځ د حسیني اربعین په دستورو کښې د ګډون لپاره د عراق په جنوب کښې کربلا ښار ته ورځي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي د سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام د اربعین د ورځو رسیدا او د کربلای معلی په لور د حسیني زیارتوالو حرکت ته په اشارې سره وویل اربعین د هغو کسانو لپاره چې د سیر او د سلوک خاوندان دي او د عارفانو او د صاحب دلانو لپاره خاص مقام لري.
هغه د حسیني اربعین د لاریون مراسمو ته په اشارې سره زیاته کړه دغه وږمې د امام حسین د وجود په وجه دي او د عاشقانو زړونه له ځانونو سره وړي.
دا د څو میلیونه خلکو ستر حرکت په تاریخ کښې بې مخینی دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه د حسیني اربعین د اقتدار په دغه مانوره کښې د ایران ملت او حکومت ونډه لري او د عراق له خلکو او حکومت او حشد الشعبي ځواک څخه ځانګړي مننه کوو چې د حضرت امام حسین علیه السلام د زیارتوالو هر ډول خدمتونه کوي.