د حزب الله بریدونه صهیونیسټ رژيم ته سخته څپیړه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151746-د_حزب_الله_بریدونه_صهیونیسټ_رژيم_ته_سخته_څپیړه_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو په جلا جلا بیانیو کښې د حزب الله غورځنګ د جهادي قومندان «فواد شکر» ټرور ته په ځواب کښې د حزب الله د پوځي عملیاتو په هکله په مبارکۍ ویلو سره هغه د صهیونیسټ رژیم د فاشیسټ کابینې پرمخ محکمه څپیړه وبلله.
(last modified 2024-08-25T23:41:46+00:00 )
Aug 26, 2024 01:31 Asia/Kabul
  • د حزب الله بریدونه صهیونیسټ رژيم ته سخته څپیړه ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو په جلا جلا بیانیو کښې د حزب الله غورځنګ د جهادي قومندان «فواد شکر» ټرور ته په ځواب کښې د حزب الله د پوځي عملیاتو په هکله په مبارکۍ ویلو سره هغه د صهیونیسټ رژیم د فاشیسټ کابینې پرمخ محکمه څپیړه وبلله.

د فلسطین حماس غورځنګ په په خپلې بیانیې کښې  ویلي دي د اسرائیلو په خاوره کښې په څو سټراټيژیکو او مهمو هدفونو باندې د حزب الله غورځنګ د مجاهدینو ستر او ځانګړي عملیات چې په لبنان کښې د فواد شکر د ټرور جنایت او په غزې کښې د اسرائیلو پرله پسې تیریو او جنایتونو ته په ځواب کښې ترسره شول مبارکي وایو.

حماس غورځنګ زیاته کړه مونږ تینګار کوو دغه  متمرکزې او محکمې حملې چې د اسرائیلو په خاوره وشوې د صهیونیسټ نیواکګر فاشیسټې کابینې ته محکمه څپیړه ده.

حماس غورځنګ په خپلې بیانیې کښې ټینګار کړی دی د لبنان د حزب الله غورځنګ پوځي عملیات دغه پیغام لري چې د فلسطین او د لبنان پرضد د اسرائیلو جنایتونو او ترهګرۍ ته به ضرور ځواب ورکړل شي او دغه نیواکګر رژیم به خپلو هدفونو او یرغلیزو پروګرامونو ته ونه رسیږي.

د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ هم د لبنان د حزب الله غورځنګ د پوځي عملیاتو په هکله وویل حزب الله غورځنګ ته د هغو پوځي عملیاتو په خاطر چې د اسرائیلو په خاوره یې وکړل د خپلې ژمنې په تحقق او په خپل دریځ کښې د ثابت قدم توب او د شجاعانه حملې په ترسره کولو کښې د بریالیتوب مبارکي ورکوو.

جهاد اسلامي غورځنګ وویل د لبنان د حزب الله غورځنګ پوځي عملیاتو وښودله چې صهیونیسټي دښمن یوازې د زور ژبه پیژندي.