د هندوستان او د امریکا مشرانو ټیلي فوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151806-د_هندوستان_او_د_امریکا_مشرانو_ټیلي_فوني_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودی اوکراین ته له سفر کولو وروسته د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ټیلي فوني خبرې کړي دي.
(last modified 2024-08-27T09:36:32+00:00 )
Aug 27, 2024 14:00 Asia/Kabul
  • د هندوستان او د امریکا مشرانو ټیلي فوني خبرې وکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودی اوکراین ته له سفر کولو وروسته د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ټیلي فوني خبرې کړي دي.

د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د اوکراین د حالاتو په هکله د نظر تبادله وکړه او په اوکراین کښې د امنیت د زر ټینګیدا په هکله یې د نوي ډیلي بشپړه ملاتړ اعلان کړ.

د هندوستان لومړي وزیر او د امریکا ولسمشر په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په بنګلادیش کښې د حالاتو د زر سمیدا او د اقلیتونو د حقوقو د تضمیندا پرضرورت ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودي تیره اونۍ اوکراین ته تللی و او اوس خپل هیواد ته ورستون شوی دی.