د اوربند د مذاکراتو لپاره د حماس سرې کرښې
د غزې د جنګ د اوربند په مذاکراتو کښې د حماس د مرکچي پلاوي مشر په مذاکراتو کښې د دغه غورځنګ د سرو کرښو او بنیادي موضوعاتو او د هغو په اجرا کیدو ټینګار وکړ.
د حماس د مذاکراتي پلاوي مشر "خلیل الحیه " وویل: : په هر ډول تړون کې باید د تیري هراړخیز بندول، د فلاډلفیا محور په شمول له غزې څخه بشپړ وتل، د بې ځایه شویو د راستنیدو ازادول او د نیواکګرو له خوا د ورانو کړو ودانیو په بیا رغونه کې مرسته شامله ده. هغه زیاته کړه: نړۍ د مذاکراتو په بهیر کښې د ګډوډي د وجوهاتو په هکله دې باور ته رسیدلې چې د موافقې مخه نیونکی اړخ کوم یو دی او څوک تل موافقې ته د رسیدو لپاره د هلوځلو د بې اغیزې کولو پلمې جوړوي او دا همهغه څه دي چې د امریکې ولسمشر جو بایډن هم تایید کړي چې د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د یوې موافقې د بشپړیدو لپاره پوره کوشش نه کوي.
د صهیونیسټي رژیم چارواکو هم د غزې د جنګ د بندولو په خبرواترو کښې د نتانیاهو په دوامدارو غولونو او دروغ ویلو اعتراف کړی دی. د غزې د جنګ د اوربند لپاره مذاکرات تراوسه په څو پړاونو کښې په قاهرې او دوحې کښې ترسره شوي دي خو هر ځل صهیونیسټي رژيم د ناسمو غوښتنو او ادعاو په مظرح کولو سره، نتیجې ته د هغو د رسیدو مخه نیولې ده.
حماس او د فلسطین مبارزو ډلو هم ټینګار کړی دی چې یوازې د فلسطین د خلکو د روا غوښتنو په پوره کیدو او د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍ له بهیر سره په مقابلې سره، د مذاکراتو دوام ته غاړه ږدي. د نتانیاهو او د صهیونیسټي رژیم د اصلي ملاتړي په توګه د امریکې د حکومت کارړنګونې، په دې وروستیو میاشتو کښې د اوربند د مذاکراتو د نه کامیابیدو اصلي وجوهات پاتې شوي دي.
د صهیونیسټي رژیم د استخباراتو او کورني امنیت د سازمان (شاباک) پخواني مشر «نداف آرګامان» اعتراف وکړ چې بنیامین نتانیاهو یو ظالم، بدبینه او ګڼ کپ کس دی چې کوشش کوي ټول هیواد د فیلاډلفیا په دروغو سره وغولوي چې د موافقې مخه ونیسي. د ارماګان په وینا، نتانیاهو د صهیونیسټي اسیرانو ژوند او د اسرائیلو امنیت د خپل ائتلاف او د شخصي بقا په خاطر قربانوي.
فیلاډلفیا سیمه کابو ۱۴کیلومیټره اوږده او له ۱۰۰ نه تر ۳۰۰ میټرو پلنه سرحدي تړانګه ده چې د مصر او غزې ترمینځ پرته ده. دغه سیمه له مصر نه د غزې د جلا کولو لپاره جوړه شوې او د امنیتي او پوځي نظره ډیر اهمیت لري. صهیونیسټو پوځیانو په نیواکګر اقدام سره او په فیلاډلفیا ساحه کښې په پاتې کیدو سره، په عملي توګه د اوربند د ټینګیدو امکان ختم کړی دی په داسې حال کښې چې په مذاکراتو کښې مینځګړي هیوادونه قطر، مصر او امریکا له دغې سیمې د صهیونیسټي رژيم د پوځ د وتنې غوښتونکي دي.
په تیرو کلونو کښې یاده سیمه تر ځمکې لاندې د هغو ټنلونو په وجه چې له غزې نه مصر ته کیندل کیدل، ډیر پام ځانته واړوه. دغو ټنلونو له فلسطیني ډلو سره مرست هکوله چې د وسلو، سونګو او نورو شیانو په شمول مختلف مواد غزې ته ورسوي.
د غزې د نیواک له ختمولو د نتانیاهو ډډه کول او په فیلاډلفیا کښې د صهیونیسټي پوځیانو د شتون دوام د اوربند د خبرواترو د ناکامۍ اصلي وجوهات دي. د فیلاډلفیا سیمې د نیواک دوام همداشان د نړیوالو اصولو خلاف اقدام دی چې صهیونیسټي رژيم پرې، د امریکې په ملاتړ سره لاهم هم ټینګار لري.
د اوربند په خبرواترو کښې د حماس لپاره دوهم مهمې او بنیادې موضوعګانې په غزه کښې د نیواکګرو صهیونیسټي پوځیانو د شتون ختمیدل او همداشان د فلسطیني کډوالو د ستنولو ضمانت دی. صهیونیسټي رژيم او د تل ابیب ملاتړو د نړیوال قوانینو د مخالفو اقداماتو په اجرا کولو او په غزه کښې د جنګي جنایتونو په کولو او نسل وژنې سره، د اوربند مذاکرات له ماتې سره مخامخ کړي دي.
*/*/*/