د حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت په مناسبت تسلیت ومنئ
نن د پنجشنبې ورځ د ۱۴۴۶ قمري کال د ربیع الاول ۸مه نېټه ده چی د ۲۰۲۴ میلادي کال د سپټمبر له ۱۲مې نېټې سره سمون خوري، د ولایت د آسمان د یوولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت د کلیزې ورځ ده.
د ۲۶۰ هجري قمري کال د ربیع الاول په آتمه نېټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) ګران لمسی حضرت امام حسن عسکري (ع) د عراق د شمال په سامرا ښار کې د معتمد عباسي له خوا په شهادت ورسېد.
د هغه ګران پلار حضرت امام هادي (ع) د پیغمبر اکرم (ص) یولمسی وو او بزرګواره مور یې یوه فضلیت لرونکې، عالمه او د خیر ښېکڼې مېرمنه وه.
حضرت امام حسن عسکري (ع) د خپل پلار له شهادت وروسته د مسلمانانو دیني مشري پرغاړه واخیسته .
دغه ستر امام د خپل علم او پوهې په مکتب کې داسې فضلیت لرونکي عالمان وروزل چې هر یوه یې د اسلامي علوموپه بېلابېلو برخو کې د کتابونو په لیکلو سره د اسلامي معارفو د لوړتیا لپاره اغېزشیندونکي ګامونه واخیستل .
د حضرت امام حسن عسکري (ع) ۲۹ کلن مبارک عمر په درېیو پړاونو ویشل کېږي: لومړی پړاو ۱۳ کاله دی چی هغه حضرت په مدینه منوره کې تیر کړ. دویم پړاو یې لس کلن دی چی له امامته وړاندې یې په سامرا کې تیر کړ او درېیم پړاو یې کابو شپږ کاله دی چی د هغه حضرت د امامت پړاو دی.
د اسلامي ایران ټول خلک د امام حسن عسکري (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت په جوماتونو ، په مشهد کې د امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم او په قم کې د حضرت بي بي معصومه (س) په سپېڅلي حرم کې د ویر او ماتم مراسم ترسره کوي.
د ایران د راډیواو ټلویزیون اداره (صدا او سیما) د حضرت امام حسن عسکري (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، آزادي غواړو او په تېره بیا تاسو مینوالو ته یو ځل بیا تسلیت وړاندې کوي.
همدارنګه نن ورځ د امامت په منصب د دولسم او آخري امام حضرت امام مهدي (ع) د برقرارېدو د ورځې په مناسبت هم مبارکي ومنئ.