د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې درې ځواکونه شهیدان شول
Sep 13, 2024 10:28 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د جیش الظلم ټروریسټي ډلې په ترهګرې حملې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت درې سرحدي ځواکونه شهیدان شول.
د ایران په جنوب ختیځ کښې د زاهدان ښار څارنوال «مهدي شمس ابادي» وویل پرون مازیګر په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د میرجاوه ولسوالۍ د پیټرولو په یوه پمپ کښې په سرحدي ځواکونو باندې چې ګاډو ته یې پیټرول اچول د جیش الظلم ترهګرې ډلې غړیو ډزې وکړې چې له کبله یې درې سرحدي ځواکونه شهیدان شول او یو عادي کس چې هلته موجود و ژوبل شو.
جیش الظلم ترهګرې ډلې د دغه حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.
ټیګونه