د ایران اصلي هدف، د اسلامي امت وحدت، انسجام او همغږي ده
پاس ټوډې - د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر عراق ته د خپل درې ورځني سفر د اهدافو د بيانولو ترڅنګ وويل: د ايران د حکومت اصلي هدف، د ټول اسلامي امت اتحاد، انسجام او همغږي ده.
د ایرنا د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د تېره شپه په کردي ژبه په یو پیغام کې عراق ته د خپل درې ورځنی سفر هدفونه بیان کړل او د ایران د اسلامي جمهوریت او عراق ترمنځ د ملګرتیاوو د څوارلسو موافقو د لاسلیکولو خبر یې ورکړ.
پزشکیان په دغه پيغام کې ويلي: هغه هدفونه چې دوست او ګاونډي هېواد عراق ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې تعقيب کړي، د يووالي، وحدت او پيوستون په نظر کې نيولو سره وو او د دغه سفر په ترڅ کې د تهران او بغداد ترمنځ د همکاريو ١٤ تفاهم ليکونه هم لاسليک شول.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د خپل پیغام په دوام کې زیاته کړه: د ایران بېړنی لومړیتوب، د ایران د اسلامي جمهوریت او عراق ترمنځ په دوه اړخیزو تعلقاتو کې د ګډې ژبې او نظر ترلاسه کول دي او په بغداد کې ښې لیدنې وشوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا پیوستون او همغږۍ لامل ګرځي.