ایران د قران د نړیوال پارلمان د جوړیدا غوښتنه وکړه
(last modified Sat, 21 Sep 2024 23:51:26 GMT )
Sep 22, 2024 04:21 Asia/Kabul
  • ایران د قران د نړیوال پارلمان د جوړیدا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د موسسې مشر« محمد مهدي ایماني پور» د سولې د ملاتړ لپاره د اسلام د نړیوال قراني پارلمان د جوړیدا غوښتنه وکړه.

د ایران د کلتور او د اسلامي ارتباطاتو د موسسې مشر محمد مهدي ایماني پور په ماسکو کښې د مسلمانانو د نړیوالې ټولنې په شلمې غونډې  کښې وویل څرنګه چې قران د مسلمانانو سپیڅلی کتاب د سولې او د دوستۍ چارجي او منادي دی وړاندیز کیږي چې د مسلمانو هیوادونو په ملګرتیا سره د سولې د ملاتړ لپاره د اسلام نړیوال قراني پارلمان جوړ شي.

هغه دغه راز هغه نسل کشۍ او جنایتونو ته په اشارې سره چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې کیږي او د صهیونیسټ رژيم له بې ساري جنایتونو سره د امریکا او د لویدیځو هیوادونو ملګرتیا او ورباندې چوپتیا سره د لویدیځو هیوادونو په دوه ګوڼه معیارونو او د امریکا د بشري حقوقو د مفهوم په چټي توب ټینګار وکړ.

ایماني پور په دې خبرې سره  چې د اسلامي دنیا اصلي او چورلیزي  مسله د فلسطین او د غزې تړانګې د مظلومو خلکو کړاو او ظلم دی وویل اسلامي علما او د دینونو مشران په دغه پړاو کښې باید د عادلانه سولې او د خبرو اترو د تحقق لپاره د پرله پسې هڅې او د حقایقو د بیانولو مسوولیت پرغاړه واخلي.