اسرائیلو د فلسطین د خلکو شهیدولو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152556-اسرائیلو_د_فلسطین_د_خلکو_شهیدولو_ته_دوام_ورکړی
مهر خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د پوځ د جنګي الوتکو لخوا د غزې ښار په الفلاح ښوونځي باندې بمباریو کښې کابو یویشت فلسطینیان شهیدان شول.
(last modified 2024-09-21T20:49:07+00:00 )
Sep 22, 2024 01:14 Asia/Kabul
  • اسرائیلو د فلسطین د خلکو شهیدولو ته دوام ورکړی

مهر خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د پوځ د جنګي الوتکو لخوا د غزې ښار په الفلاح ښوونځي باندې بمباریو کښې کابو یویشت فلسطینیان شهیدان شول.

په غزې تړانګه کښې د فلسطین د حکومت د اطلاع رسونې دفتر پرون وویل د صهیونیسټ رژیم د پوځ جنګي الوتکو د غزې ښار د جنوب ختیځ په الزیتون محله کښې په الفلاح ښوونځي بمبارې وکړې چې له کبله یې تراوسه یویشت کسان شهیدان شوي او دیرش نور ژوبل شوي هم دي.

د غزې تړانګې په اکثرو  ښوونځیو کښې فلسطیني کډوال وسیږي او د ترلاسه شویو راپورونو پراساس د صهیونیسټ رژيم د پرون ورځې په جنایت کښې اکثره شهیدان شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

بلې خوا د صهیونیسټ نیواکګر رژيم پوځ د غزې تړانګې په جنوب کښې په خان یونس ښار کښې په ناصر شیخ سیمه کښې د فلسطیني کډوالو په کیمپ بمبارې وکړې چې له کبله یې دوه فلسطینیان شهیدان شول او یوشمیر نور هم ژوبل شول.