د فرانسې خلکو د ولسمشر مکرون د استعفا غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د فرانسې اعتراض کونکو په ولسي مظاهرو کښې د ولسمشر امانوئل مکرون د استعفا د غوښتنې په ترڅ کښې د هیواد د لومړي وزیر په توګه د «میشل بارنیه» ټاکل غیره ډیموکراټیکه کودتا او د انتخاباتو غلا وبلله.
د فرانسې په زرګونو خلک د نوي لومړي وزیر په توګه د میشل بارنیه په ټاکلو کښې د ولسمشر امانوئل مکرون په اقدام باندې واټونو ته راووتل او د ولسمشر او د لومړي وزیر پرضد یې شعارونه ورکړل.
د فرانسې رسنیو وویل د هیواد اعتراض کونکي اندیښمن دي چې میشل بارنیه به داسې حکومت جوړ کړي چې د ښي پالو سیاستوالانو او یا ولسمشر مکرون ته د نږدې کسانو په کنټرول کښې به وي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کښې میشل بارنیه د نوي حکومت د جوړیدا په کار وګوماره.
میشل بارنیه له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو یعني برګزیټ په چارو کښې د اروپايي اتحادیې لوړرتبه مرکچي هم دی.
د فرانسې د نه تسلیمیدا ګوند بنسټګر او سیاستوال «ژان – لوک ملانشون» هم د فلسطینیانو پر وړاندې د ولسمشر مکرون د حکومت په سیاستونو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل د فرانسې حکومت ته شرم پکار دی چې په غزې کښې د جنګي جنایتونو له قربانیانو سره د مرستې کولو پرځاې داخلي جنجالونه رامینځته کوي.
هغه د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ته په خطاب کښې وویل د اسرائیلو له بې قید او شرط پرته ملاتړ څخه چې په غزې تړانګه کښې غمیزه رامینځته کونکي جنایتونه ترسره کوي لاس په سر شي.