د صهیونیسټي رژیم په هوایي یرغل کې ۷۰ لبنانیان په شهادت رسېدلي
(last modified Thu, 26 Sep 2024 13:06:37 GMT )
Sep 26, 2024 17:36 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم په هوایي یرغل کې ۷۰ لبنانیان په شهادت رسېدلي

صهیونیسټي رژیم په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې څه دپاسه شېیته ځله د لبنان پر بقاع  سیمې بمبارې کړې ده. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه اویا کسان په شهادت رسېدلي دي. همدارنګه، د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د لبنان د حالاتو د څېړنې په ناسته کې، د لبنان پر خاورې د اسرائیلو بریدونه غندلي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د دغه هېواد په سویل کې پر مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د پرونیو حملو په پایله کې، ۷۰ کسان شهیدان او ۴۰۰ نور هم ژوبل شوي دي.

په یوه پېښه کې د لبنان په ختیځ کې د البقاع ولایت په «یونین» کلي کې د استوګنې پر یو شمېر کورونو د بمباریو په ترڅ کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه په شهادت رسېدلي دي. په دغو بریدونو کې همدارنګه د سوریې ۲۳ کارګران هم په شهادت رسېدلي دي.

لبناني سرچینو خبر ورکړی، چې د اسرائیلو اشغالګرو پوځیانو نن سهار په نیم ساعت کې په ختیځ البقاع سیمه کې، ۶۰ ځله بمباري کړې ده.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د لبنان پر وضعیت د بحث لپاره جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوترش پر لبنان د صهیونیسټي رژیم پر یرغل سخته نیوکه کړې او ویلي چې ټول باید په سیمه کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي هڅه وکړي.

ګوترش همدارنګه ویلي چې صهیونیسټي رژیم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ټولو پریکړه لیکونو سرغړونه کړې ده.

په عین حال کې، په لبنان کې د حماس یوه مشر اسامه همدان پر لبنان باندې د اسرائیلو حملې ته په اشارې سره ویلي چې صهیونیسټي رژیم په دغو حملو سره له غزې څخه د مقاومتي ځواکونو د جلا کولو په لټه کې دی، خو دغه ډول پېښه به هېڅکله رامنځته نه شي.

ځینو رسنیو په راتلونکو څو ساعتونو کې د لبنان او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اوربند د احتمال خبر ورکړی دی .

دغو سرچینو زیاته کړې چې دا اوربند به ۲۱ ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې لوري خپلو کورونو ته د لبناني کډوالو د ستنېدو په اړه خبرې اترې کوي. خو باخبرو سرچینو ویلي چې دا پلان د صهیونیسټي رژیم په ګټه دی، چې دا رژیم د اوربند په بدل کې امتیازات غواړي.

ټیګونه