د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په اسرائیلي پوځیانو بریدونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152748-د_لبنان_اسلامي_مقاومت_غورځنګ_حزب_الله_په_اسرائیلي_پوځیانو_بریدونه_وکړل
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل: په «الصدح» پوځي مرکز کښې یې د اسرائیلو په پلي پوځیانو باندې د توپونو ډزې کړي دي.
(last modified 2024-09-30T09:12:46+00:00 )
Sep 30, 2024 08:37 Asia/Kabul
  • د لبنان اسلامي مقاومت  غورځنګ حزب الله په اسرائیلي پوځیانو بریدونه وکړل

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل: په «الصدح» پوځي مرکز کښې یې د اسرائیلو په پلي پوځیانو باندې د توپونو ډزې کړي دي.

د لبنان حزب الله نن سهار وختي وویل د اسلامي مقاومت مجاهدینو په غزې تړانګه کښې د فلسطین د پایداره ملت په ملاتړ او د لبنان او د هغه د خلکو په دفاع کښې د دلیرانه مقاومت په حمایت کښې په الصدح پوځي مرکز کښې د اسرائیلو په پلي ځواکونو باندې نیغ په نیغه د توپونو ډزې وکړې.

په عین حال کښې د ملګروملتونو د کډوالو اژانس ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل: د هغو ملکي وګړو چې د اسرائیلو د حملو تر اغیز لاندې ورغلي شرایط ډیر خراب دي؛ او همدا اوس د لبنان څه د پاسه اویا زره خلک د اسرائیلو د حملو او د جنګ په هکله د اندیښنو له کبله له سیمې تښتیدلي او لس لکه ملکي وګړي کډوال شوي هم دي.

د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي هم د دغه خبر په تائیدولو سره وویل: په لبنان باندې د اسرائیلو د حملو د دوام په دلیل د هیواد یوشمیر خلک په داخل کښې کډوال شوي دي.

د ملګروملتونو د خواړو نړیوال پروګرام د لبنان کډوالو ته د خوراکي موادو د رسولو لپاره په لبنان کښې د خپلو فعالیتونو د پراخولو خبر ورکړی دی.