د حضرت امام حسن عسکري (ع) د نېکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
(last modified Sat, 12 Oct 2024 01:53:12 GMT )
Oct 12, 2024 06:23 Asia/Kabul
  • د حضرت امام حسن عسکري (ع) د نېکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ

نن (شنبه) د ۱۴۴۶م کال د ربیع الثاني آتمه چې د ۲۰۲۴ م کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې سره سمون خوري، د یوولسم معصوم امام، د حضرت امام حسن عسکري (ع) د زوکړې له کلیزې سره برابره ده.

د ایران خلک د اهل تشیع د یولسم امام د زوکړې د کلیزې په مناسبت، خپل ښارونه سینګاروي او د خوږو او شربتونو په وېشلو سره دغه ستره ورځ لمانځي. حضرت امام حسن عسکري (ع) د ۲۳۲ هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې په آتمه نیټه د مدینې په ښار کې وزېږېد.

دغه ستر امام د شیعه افکارو په بیانولو او د دیني شکونو په ردولو سره، د اسلام د دین د ساتنې او پراختیا لپاره ځان وقف کړ او د حضرت مهدي (عج) د امامت په دوران کې د مسلمانانو د کړنو په تبیین سره، هغوی یې د وروستي معصوم امام د غیبت دورې لپاره چمتو کړل. د اهل تشیع یوولسم سرلاری د قرآن کریم بې مثاله مفسر وو او د خپل امامت په دوره کې، خلکو ته د دې الهي کتاب د تفسیر سمه طریقه څرګنده کړه او د وعده شوي نجات ورکوونکي د راتلو په بشارت سره یې، مسلمانان د اسلام لوړو آرمانونو ته د رسېدو لپاره  هیله مند کړل.

امام حسن عسکري (ع) په ماشومتوب کې، د خپل پلار حضرت امام هادي (ع) له علم څخه ګټه پورته کړه او په ۲۲ کلنۍ کې د خپل ګران پلار له شهادت وروسته، شپږ کاله د امامت دروند مسئولیت یې د خپل شهادت تروخته پورې، په غاړه واخیست.

د اهل تشیع د يوولسم سرلاري ژوند د عباسي خليفه ګانو لکه معتز، مهتدي او معتمد له واکمنۍ سره هممهاله وو، نو له همدې امله، هغه ستر امام د سختيو او محدوديتونو سره سره، په سم پلان او ښوونې او روزنې سره، د  مسلمانانو پوهاوی او اتحاد زيات کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټلویزیون اداره، د نړۍ مسلمانانو او نورو آزادي غواړو ته، د حضرت امام حسن عسکري (ع) د میلاد په مناسبت مبارکي وایي.

ټیګونه