د لبنان حزب الله په اسرائیلو باندې بریدونو ته دوام ورکړی
ایرنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله ځواکونو څو ساعته مخکې یوځل بیا د نیواکي ټاټوبو(اسرائیلو) په شمال باندې حملې وکړې او په ټوله سیمه کښې د توغندیو د ویشتل کیدا د سایرنونو غږونه پورته شوي دي.
د صهیونیسټ رژيم پوځ وویل چې د نیواکي ټاټوبو په شمال یعني کریات شمونا، مرجلوت، میتولا ، مسغاف او المناره سیمو کښې سایرنونه وهل شوي دي.
د لبنان حزب الله په اسرائیلو باندې په خپلو نویو حملو کښې له توغندیو او ځان وژونکو بې پایلوټه الوتکو استفاده کړي ده.
د نیواکي فلسطین په شمالي سیمو کښې سایرنونه په داسې حال کښې وهل شوي دي چې حزب الله په خپلو یوه تر ټولو بریالیو عملیاتو کښې د حیفا په جنوب کښې په بنیامینا سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په «ګولاني» لیوا باندې د بې پایلوټه الوتکو حمله کړي ده چې له کبله یې تراوسه څلور پوځيان هلاک شوي او اته شپیته نور ژوبل شوي هم دي.
د صهیونیسټ رژیم راډیو هم د یوې پوځي سرچینې په قول دغه حمله د جنګ له پیل راهسې د اسرائیلو رژیم د عسکرو پرضد تر ټولو خونړي عملیات وبلل.
دغه راز پرون د حزب الله له توغندوي حملې وروسته د اسرائیلو په حیفا سیمه کښې د څو بم چاودنو غږونه واوریدل شول.
د اسرائیلو رژیم رسنیو په حیفا بندر کښې د توغندیو د ویشتل کیدا د خطر سایرنونو د وهل کیدا او پناه ځایونو ته د ښارګي میشته صهیونیسټانو ته د تښتیدا خبر ورکړ.
صهیونیسټي سرچینو دغه راز د لبنان له جنوب څخه په حیفا بندر باندې د کابو پینځو توغندیو د ویشتل کیدا خبر ورکړ.