صهیونیسټي رژیم یوازې د زور په ژبه پوهېږي
د ایران د اسلامي شورا مشر«محمد باقر قالیباف» وویل: که د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته ځواب نه وای ورکړی، دغه رژیم خپلو تیریو ته دوام ورکولو، ځکه اسرائیل یوازې د زور په ژبه پوهیږي.
د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د فرانسې له «فیګارو» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: ایران په لبنان کې د اوربند په تړاو له پاریس سره خبرو اترو ته چمتو دی.
قالیباف، په دې مرکه کې همدارنګه زیاته کړه: : اسرائيلي رژيم په سوريه كې د ايران پر ډيپلوماټيك ماموريت بريد وكړ او يو شمېر لوړ پوړي ايراني چارواكي يې په شهادت ورسول او د وعده صادق په عملياتو كې د ايران له غبرګون سره سره، غاصب رژيم په تهران كې اسماعيل هنيه په داسې حال كې چې هغه د اسلامي جمهوريت مېلمه وو، ترور کړ.
د ایران د اسلامي شورا مشر همدارنګه د نړۍ د هېوادونو له پارلمانونو وغوښتل چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر وړاندې اقدام وکړي او د لبنان او غزې جنګ ځپلو سیمو ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو لپاره، یوه محفوظه لاره پرانېزي.