له ستراتیژیک اړخه اسرائیل ختم شوی دی
(last modified Fri, 18 Oct 2024 11:16:55 GMT )
Oct 18, 2024 15:46 Asia/Kabul
  • له ستراتیژیک اړخه اسرائیل ختم شوی دی

په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب، صهیونیسټي رژیم په ستراتیژیک ډول له منځه تللی وباله.

په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین سید محمد حسن ابوترابي‌فرد وویل: صهیونیسټانو په غزې تړانګه کې د سختو پوځي لګښتونو له زغملو وروسته، خپل هېڅ ټاکلي هدف ته ونه رسېدل او له یو کال څخه  زیاته موده کېږي چې د جګړې له پراخولو سره مخ دي.

حجت الاسلام والمسلمین سید محمد حسن ابو ترابي فرد زیاته کړه: لوېدیځو کارپوهانو لیکلي چې اسرائیل له ستراتیژیک اړخه ختم شوی او همدارنګه د ټولنیز واقعیت له نظره هم ډېر بې ثباته او ګډوډ دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د صهیونیسټي رژیم پرضد د صادق 2 عملیاتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: دغه عملیات په نړۍ کې ترټولو سخت او پیچلي بالسټیک توغندیز عملیات دي چې د صهیونیسټي رژیم او د هغه د ملګرو لپاره د غچ اخیستونکي اقداماتو په تړاو سخت خبرداری  له ځانه سره لري.

حجت الاسلام والمسلمین ابو ترابي فرد همدارنګه د لبنان او فلسطین د مقاومت پر وړاندې د صهیونیسټانو ماتې ته په اشارې سره څرګنده کړه: که صهیونیسټان پر غزې او لبنان باندې خپلو تیریو ته دوام ورکړي، باید د غزې او د لبنان حزب الله د مقاومت معجزې ته چې د صهیونیسټي رژیم غرور یې تر پښو لاندې کړی دی، انتظار وباسي.

په تهران کې د جمعې د لمانځه موقت مبلغ همدارنګه په لبنان کې د حزب ا...  عمومي منشي شهید سید حسن نصرالله، د اسلامي نړۍ د عزت او په لبنان کې د ملي وحدت سر لاری وباله او ویې ویل: دغه صفت د هغه د زړورتیا، حکمت او معنویت نښه وه.

ټیګونه