د معظم رهبر له‌خوا د شپږو لوړپوړو پوځي قوماندانانو ټاکنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176420-د_معظم_رهبر_له_خوا_د_شپږو_لوړپوړو_پوځي_قوماندانانو_ټاکنه
پارس ټوډې: د اسلامي انقلاب رهبر په جلا جلا فرمانونو کې د ایران د وسله‌والو ځواکونو په لوی درستیز، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او د بسیج په برخو کې شپږ لوړپوړي پوځي قوماندانان وټاکل.
(last modified 2026-08-11T02:56:39+00:00 )
Aug 11, 2026 07:25 Asia/Kabul
  •   د  معظم رهبر له‌خوا د شپږو لوړپوړو پوځي قوماندانانو ټاکنه

پارس ټوډې: د اسلامي انقلاب رهبر په جلا جلا فرمانونو کې د ایران د وسله‌والو ځواکونو په لوی درستیز، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او د بسیج په برخو کې شپږ لوړپوړي پوځي قوماندانان وټاکل.

زمونږ د خبریال  د راپور له مخې، د ټولو قواوو اعلی سرقوماندان، حضرت آیت‌الله سیدمجتبی حسيني خامنه‌ای، د جلا جلا فرمانونو په صادرولو سره د ایران د وسله‌والو ځواکونو د شپږو لوړپوړو قوماندانانو او چارواکو دندې او مسئولیتونه اعلان کړل.

د دغو فرمانونو له مخې، د پاسدارانو لوی درستیز سردار سرلشکر علي عبداللهي د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه او امیر سرتیپ کیومرث حیدري  د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د مرستیال په توګه وټاکل شول.

همدارنګه، سردار سرتیپ پاسدار احمد وحیدي ته د سرلشکرۍ درجې په ورکولو سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان په توګه دنده وسپارل شوه، او سردار سرلشکر پاسدار مصطفی ایزدي د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د دغو فرمانونو په دوام کې، سردار دریادار پاسدار علي عظمایي د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قوماندان او حجت‌الاسلام والمسلمین حسین طائب د ایران د بسیج د سازمان د رئیس په توګه وټاکل شول.