د ایران دریځ په سیمه کې د جنګ د پراختیا مخنیوی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د امنیت د ساتلو، د بهرنیو هېوادونو له لاسوهنو سره د مخالفت او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت دریځونه اعلان کړل.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي مصر، اردن او ترکیې ته له سفر وروسته تهران ته راستون شو او د سیمې د هیوادونو له چارواکو سره په کتنه کښې یې په سیمه کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د زیاتیدو د مخنیوي لپاره د ایران د دریځونو په بیانولو سره زیاته کړه. د لويديځې اسيا، د سيمې د هېوادونو د ثبات، امنيت او ملي ګټو د ساتنې او د جګړې د لمنې د پراخېدو په مخنيوي کې د همکارۍ پر اړتيا ټينګار وشو.
عراقچي همداراز د اذربایجان او ارمنستان د سولې د خبرو اترو د بهیر په اړه وویل، د ایران دریځ دا دی چې په سیمه کې د بهرنیو هېوادونو لاسوهنه نه وي ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، نړیوالو پیژندل شویو سرحدونو ته درناوی وکړي او د زور له کارولو او ګواښلو ډډه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې په سیمه کښې د سولې، ثبات او د دوامدار امنیت د ټینګښت په لاره کښې به ډیپلوماټیکې سلامشورې دوام ومومی او په راتلونکو ورځو کښې به د روسیې کازان ته د ایران د ولسمشر«مسعود پزشکیان په سفر سره سلاومشورې په لوړه کچه نعقیب شي .