په غزې کښې د اسرائیلو رژیم درې پوځیان او ډګروال وژل شوي
Oct 21, 2024 01:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین په غزې تړانګه کښې په جنګونو کښې د اسرائیلو رژیم د پوځ د زغرګاډو د لښکر د یوه قومندان په شمول څلور اسرائیلي پوځيان هلاک شول.
الرساله خبري اژانس د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د پوځ د څلور سوه لومړۍ لیوا د قومندان چې د غزې تړانګې په شمال کښې د جبالیا کیمپ په جنګونو کښې د فلسطیني مبارزانو په لاس ووژل شول تصویر خپور کړ.
دغه صهیونیسټي قومندان چې په پوځ کښې ډګروال او د جبالیا سیمې مسوول و په جبالیا کښې د یوې توجیهي غونډې کښې د شتون په وخت هلاک کړی شو او د هغه یوشمیر مرستیالان هم ژوبل شول.
ټیګونه