افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i176350-افغانستان_او_پاکستان_په_تیرې_اونۍ_کې
د تهران د پښتو  خپرونې او د انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان د ځینو مهمو پيښو په اړه  له اونیزپروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې په پیل کې   درته د ځينو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، او ورپسې مو هم د ځينو موردونو په باب  رابولوو،د تحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده د استفادې وړ  مو وګرځي.
(last modified 2026-08-09T08:20:01+00:00 )
Aug 09, 2026 12:30 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو  خپرونې او د انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان د ځینو مهمو پيښو په اړه  له اونیزپروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې په پیل کې   درته د ځينو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، او ورپسې مو هم د ځينو موردونو په باب  رابولوو،د تحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده د استفادې وړ  مو وګرځي.

*/*/*/*/

د خبریال ورځ، خبریال  د حقیقت د روښانه کولو او د عمومی افکارو د خبرولو په څلور لاري کې ولاړ وي.

*/*/*/*/

په افغانستان کې د افراطي ډلو ټپلو د مرکزونو د بیا فعالولو  لپاره د لوېدیځ‌پالو د هڅو مخنیوی اړین دی.

*/*/*/*/

د افغانستان حکومت د کابل او تهران اړیکې د ستاینې وړ ګڼي او د ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار کوي.

*/*/*/*/

پاکستان او ایران د سرحدي اسانتیاوو ښه کول ، د پولو د ۲۴ ساعته فعالیت په تضمین او همغږیو ټينګار کړی،

*/*/*/

 او  په مکې مکرمې کې د عربستان ،پاکستان او ترکیې ترمینځ د مکې دفاعي تړون لاسلیک شوی دی . نو اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

****************************

       قدرمنو دوستانو د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په مزارشریف ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید د جنایت د ۲۸ کلیزې او د ایرانيو ډیپلوماتانو د شهادت، او همدارنګه د خبریال د ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې ویلي: د بهرنیو چارو وزارت د دغه ترهه ګر جنایت د شکمَنو اړخونو د روښانه کولو،د عاملانو او امر کوونکو د پېژندلو او د عدالت د ټینګښت پر اړتیا ټینګار کوي او په دې برخې کې به له هرې ممکنې لارې او فرصت څخه د موضوع د تعقیب لپاره استفاده وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د ۱۳۷۷ لمریز کال د زمري د میاشتې د ۱۷ نېټې هغه کلیزه یاده کړه چې په افغانستان کې په مزارشریف ښار کې د ایران د قونسلګرۍ پر ودانۍ د تروریستي برید پر مهال د ایران یو شمېر ډیپلوماټان او د ایرنا  خبري اژانس  خبریال محمود صارمي په مظلومانه ډول شهیدان شول.

۲۸ کاله وړاندې، د افغانستان په مزارشریف کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر قونسلګرۍ د وسله‌والو ترهه ګرو له لورې برید وشو او د «محمود صارمي» په شمول چې د ایرنا خبري اژانس خبریال ؤ،د ایران یو شمېر ډیپلوماټان، شهیدان شول

په مزارشریف کې د ایران پر قونسلګرۍ ترهه ګر برید او د هغه د کارکوونکو شهادت یو ناوړه جنایت او د ډیپلوماټیکو او قونسلي حقوقو ښکاره سرغړونه وه؛یو داسې جنایت چې د وخت په تېرېدو سره ئې  غم او اهمیت نه شي کمېدلی.

 

      په روسیې کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر کاظم جلالي په مسکو کې د افغانستان له سفیر مولوي ګل‌حسن حسن سره په لیدنې کې  د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندې د هر اړخیزې او له پولو هاخوا د  مبارزې په اهمیّت ټينګار وکړ.

په دغې لیدنې کې، چې په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت په سفارت کې وشوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د وروستي وضعیت تر ارزونې وروسته، د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې د سیمه‌ییزې ملګرتیا د مهم رول په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

د افغانستان د اقتصاد په سیمې کې د سوکه سوکه د یوځاي کیدا  لپاره د سټراټیژیک چابهار بندر د ټرانزیټي ظرفیتونو فعالول، او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمینځ د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د ایران د مرستې چمتووالی، د کاظم جلالي او په مسکو کې د افغانستان د سفیر په کتنې کې له نورو مطرح شوو موضوعګانو څخه وو.

دواړو لورو همدارنګه د لوېدیځو لوبغاړو له لاسوهنې پرته د سیمه‌ییزو او کورنیو نوښتونو د پرمخ وړلو لپاره د ملګرتیاؤ  د چوکاټونو او سیمه‌ییزو مشورتي ناستو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

 په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي وویل: له افغانستان څخه د امریکا ویستل او د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې، د لوېدیځ   باؤؤ   له مینځه وړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي،د افغانستان په هرات کې د ایران له سرقونسل علیرضا مرحمتي سره یوځای، د طالبانو د حکومت د دغه ولایت له والي نوراحمد اسلام‌جار سره لیدنه او خبرې وکړې.

مرتضوي په دغې لیدنې کې د ایران او افغانستان ترمنځ د وروستیو بد لونونو او همدارنګه د سیمه‌ییزو مسایلو په ارزولو سره وویل: لوېدیځوال او لوېدیځ‌پال په دغو  ټولو کلونو کې هڅه کړې چې مسلمان هېوادونه له یو بل سره په جنګ کې ښکېل کړي او د مسلمانانو د ورور وژنې او مسلمان وژنې له لارې په سیمې کې د خپل نفوذ او استعمار ریښې پیاوړې کړي.

مرتضوي زیاته کړه: له افغانستان څخه د امریکا بې شرمه او په ټيټو سترګو ایستل او له هغه وروسته د ایران پر وړاندې د امریکا سپکَوونکې ماته هغه دوې پېښې وې چې د مؤمنو مسلمانانو له لورې ئې د لوېدیځ او استکبارهژموني او باؤؤ راپرځولی او امریکایان ئې زوال او نابودۍ ته نږدې کړي دي.

اسلام‌جار هم په دغې کتنې کې وویل: د افغانستان خلکو د کلونو ناامنۍ او بې‌ثباتۍ له زغملو وروسته، اوس په نسبي ارامښت کې د پرمختګ او ثبات پر لور خپل حرکت پیل کړی او له سیمه‌ییزو هېوادونو، په تیره بیا له ګاونډیو هېوادونو سره ملګرتیا به د دغو بدلونونو  بهیر لا چټک کړي.

          د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح‌الله مجاهد د کابل او تهران اړیکې د ستاینې وړ بللې او د ملګرتیاؤ  پر دوام او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ئې ټینګار وکړ.ذبیح‌الله مجاهد په یولړ څرګندونو کې  وویل: د افغانستان او ایران اړیکې ښې دي او د دواړو هېوادونو اړیکې په عادي ډول دوام لري.

مجاهد ټینګار وکړ: د کابل او تهران ښې اړیکې د دواړو هېوادونو د ولسونو  په ګټه دي او اوس مهال د افغانستان او ایران ترمینځ راکړه ورکړه او سوداګري له کومې ستونزې پرته روانه ده.

د طالبانو ویاند همدارنګه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې شته ظرفیتونو ته په اشارې سره، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه  کړې.

 همداراز د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ځینو غړو له خوا د داعش پشمول د ترهه ګرو ډلوټپلو د فعالیتونو له امله د راپورته کېدونکو ګواښونو په باب  اندېښنې رد کړې او ټینګار ئې کړی چې په افغانستان کې هېڅ یوې وسله‌والې ډلې ته د فعالیت اجازت نه ورکول کېږي.

ذبیح ا.... مجاهد وویل: افغانستان د طالبانو د حکومت تر بشپړ کنټرول لاندې دی او هېڅ خپل‌سري وسله‌والې ډلې ته په دغه هېواد کې د فعالیت اجازت ورنه کړل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ټینګار کړی: د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارولو په اړه د طالبانو دریځ ډېر روښانه دی او افغانستان به اجازت ورنه کړي چې خاوره ئې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.   

         پاکستان او ایران هوکړه کړې چې د سرحدي اسانتیاوو په ښه کولو، د پولو د ۲۴ ساعته فعالیت د تضمینولو،د لوجسټیکي بنسټونو د پیاوړتیا او د ګمرکي کړنلارو د همغږۍ له لارې به خپلې سرحدي سوداګرئ  لا زیاتې کړي.

دغه پرېکړه د پاکستان په اسلام اباد کې ددغه هیواد د لومړي وزیر شهباز شریف او د ایران د شپږکسیز پلاوي ترمینځ په لیدنې کې وشوه. د ایران د پلاوي مشري د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د چارو وزیر سید محمد اتابک کوله.

شهباز شریف په دغې کتنې  کې ټینګار وکړ چې پاکستان له ایران سره خپلو نږدې او د ورورولۍ پر بنسټ اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوي.

د پاکستان لومړي وزیر وویل: د سوداګرۍ پراختیا به، په  تیره بیا د خوراکي توکو، کرهڼیزو محصولاتو او اړوندو توکو په برخو کې، د دواړو هېوادونو لپاره   د پام وړ اقتصادي ګټې ولري.

د پاکستان د انرژۍ وزیر سردار اویس احمد خان لغاري او په اسلام‌اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر رضا امیري مقدم سره وکتل او د انرژۍ په برخې کې ئې د ملګرتیاؤ پر پراختیا او پاکستان ته د ایران د برېښنا د وارداتو پر زیاتولو،چې له ۱۰۰ مېګاواټو څخه واوړي، ټینګار وکړ.دواړو لورو همدارنګه د برېښنا د لېږد د بیخ بینائي تاسیساتو د پراختیا، د انرژۍ په برخې کې د پانګونې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه هم خبرې وکړې.

د پاکستان د انرژۍ وزیر په دغې کتنې کې سرحدي سیمو ته د انرژۍ د باثباته رسونې اهمیت ته په اشارې سره، د پاکستان د بلوچستان  صوبې ځینو سیمو  ته د برېښنا په برابرولو کې د ایران د غوره  رول  مننه او قدرونه  وکړه او له ایران څخه ئې د برېښنا د وارداتو د کچې له ۱۰۰ مېګاواټو څخه د زیاتولو غوښتنه وکړه.

ښاغلی لُغاري د ګوادر بندر د پراختیا لپاره د پاکستان د حکومت پروګرامونو ته په اشارې سره وویل: اسلام‌اباد لېوالتیا لري چې په دغې سیمې کې د برېښنا په ځاي  تولید کې هم پانګونه وکړي.

په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر هم د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د مخ پر ودې بهیر په اړه وویل: د روان کال تر پاي پورې  د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ښائي کابو  څلور میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

              د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

 د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وویل:اسلامي هېوادونه باید خپل اختلافات ختم کړي او له یوبل سره متحد او یو موټی شي، او له شته سوداګریزو مسایلو او دوه اړخیزو اختلافاتو څخه هاخوا دې فکر وکړي.

 هغه همدارنګه د صهیونیستي رژیم او د سپير دغه رژیم د سیاستونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د اسلامي ملتونو متحد ځواب اړین وباله او څرګنده ئې کړه چې له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول د مسلمانو ملتونو لپاره هېڅ ګټه نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي طاهر اندرابي د پاکستان پر ضد د ترهه ګرو بریدونو د ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې څخه د استفادې په اړه وویل: اسلام‌اباد کابل ته په بشپړ روښانه او صریح  ډول ویلي دي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ بیخ بینائيانې دې له منځه یووړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ادعا وکړه چې  دافغانستان د طالبانو حکومت  د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي څخه ملاتړ کوي او دغه موضوع یې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو تر ټولو ستر خنډ وباله او وې ویل چې دغه ملاتړ باید پای ته ورسېږي.

اندرابي د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې له پاکستان سره د اړیکو د بیا رغولو لېوالتیا ئې څرګنده کړې وه، وویل؛اسلام‌اباد له افغانستان سره د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د طالبانو حکومت باید د پاکستان له حکومت سره د ښو اړیکو د ټینګولو او له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د خپلو اړیکو او د ملاتړو  چینلونو د دوام ترمنځ یو انتخاب وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان دسیاسی او پوځي چارواکو دغه شان ادعاګانې رودوي او په زغرده وائي چې پاکستان دې خپلې داخلی ستونزې پخپل کور کې ولټوي او د حل کولو هڅه دې وکړي.

ویاند:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد، عربستان او ترکیې ترمنځ د یو ګډ دفاعي تړون د لاسلیک خبر ورکړ؛ دغه تړون په مکې مکرمې کې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په شتون کې لاسلیک شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په  یوې اعلامیې کې راغلي چې د پاکستان، عربستان او ترکیې ترمینځ دفاعي تړون د امنیت د پیاوړتیا لپاره د درې واړو هېوادونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.

راپورونه ښئي چې د سعودي، ترکیې او پاکستان په ګډ دفاعي تړون کې ویل شوي چې د درې واړو هېوادونو پر هر یوه هر ډول وسله‌وال برید، د درو واړو  هېوادونو پر وړاندې د برید په توګه ګڼل کېږي.

       دوستانو ددغه اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تر بل پروګرام پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو.

ژباړن!(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************