د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په اسرائیلو بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ میشته ښارګیو او د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په مرکزونو باندې د حملو او د یوشمیر صهیونیسټانو د هلاکت او د ژوبلیدا خبر ورکړ.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله پرون وویل د اسلامي مقاومت مجاهدانو د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ثابت قدمه ملت او د هغه د شرافتمندانه او زړور مقاومت د ملاتړ کولو او د لبنان او د هغه د ملت د دفاع لپاره په بې پایلوټه الوتکو سره د «عکا» سیمې په جنوب کښې د «یودیفات» پوځي صنایعو په شرکت باندې بریدونه وکړل.
د لبنان حزب الله دغه راز په پینځه اویا توغندیو سره د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې په الجلیل سیمې هم بریدونه وکړل.
صهیونیسټي رسنیو هم په الجلیل سیمه کښې په طمره ښار کښې د څو صهیونیسټانو د ژوبلیدا خبر ورکړ.
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله دغه راز وویل په توغندیو سره یې د حیفا په شمال کښې په «زوفولون» پوځي صنایعو مرکز باندې برید کړی دی.
حزب الله دغه راز په درو نورو عملیاتو کښې په یوشمیر توغندیو سره په «المرج» ، په «المالکیه» او په"کرمئیل"ښارګي کښې په اډو باندې بریدونه وکړل.
د لبنان حزب الله ځواکونو دغه راز په بې پایلوټه الوتکو او توغندیو سره په المناره حولا ښارګیو کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ په پلې ځواکونو باندې بریدونه وکړل.
دغه راز د لبنان په جنوب کښې په بعلبک و حارة صیدا ښارګیو باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو په بریدونو کښې څه د پاسه دیرش کسان شهیدان او ژوبل شوي دي.
ویل کیږي چې د اسرائیلو رژیم په دغو بریدونو کښې د لبنان اته کسان شهیدان او پینځویشت نور ژوبل شوي دي.
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو دغه راز د لبنان په بنت جبیل ښار هم بمبارې وکړې.
د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو پرون سهار هم د لبنان د پلازمینې بیروت په جنوبي ضاحیه سیمه کښې په څو سیمو پینځه ځله بمبارې وکړې.