د مقاومت تل پاتې حماسه پنځونکی؛سید هاشم صفی الدین
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د مقاومت د تل پاتې حماسه پنځونکي په نامې سره د یوه مطلب په وړاندې کولو سره ستاسوپه خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
؛حزب ا... ژوندی او خوځنده دی اوخپل تاریخي رول لوبوي،نن سبا د حسن نصر ا...او هاشم صفی الدین په شان رهبران په ظاهره په دې دنیا کې نشته ،خو د هغوي رهبري او روح په میدان کې حاضر دی او د لبنان او ددغه هیواد د بې دفاع خلکو څخه ساتنه او دفاع کوي.::
؛ سید هاشم صفی الدین په ۱۹۶۴ کال کې د لبنان په جنوب کې په دیرقانون النهر ښار کې په یوې مشهورې دیني کورنۍ کې وزیږید.د صفی الدین کورنۍ په سیاسی او مذهبی ډګرونو کې ډيره مشهوره وه او په لبنان کې د اهل تشیّع غوره عالمان او سیاستوالان زیاتهر ددغې کورنۍ غړي دي.
سید هاشم صفی الدین په ۱۹۸۰لسیزې کې دعراق او ایران په علمیه حوزو کې زده کړې دي. هغه په قم ښار کې د زده کړې په پړاؤ کې د حضرت امام خمیني له سیاسی لیدتوګو اغیزمن شو او د هغه یو ترټولو غوره ملاتړی شو. هغه په خپلې یوې لیکنې کې د اسلامی غورځنګونو په بریالیتو کې د اتحاد رول ته اشاره کړې او دا ئې د تفرقو او درزونو باندې دغلبې لپاره یوه لاره بللې ده.
په ۱۹۹۴کال کې د لبنان حزب ا...غورځنګ سید هاشم صفی الدین څخه وغوښتل څو خپل فعالیتونه دې په قم علمیه حوزې کې پاي ته ورسوي او د مهمو مسئولیّتونو په غاړه داخستو لپاره دې بیرته لبنان ته وګرځي.
سید هاشم صفی الدین له سید حسن نصر ا...او په حاج رضوان مشهور عماد مغنیّه سره یوځاي په حزب ا...غورځنګ کې درې ګوڼی قدرت جوړ کړ.عماد مغنیّه د پوځي ځواک په توګه، سید حسن نصر ا.. د سیاسی ځواک او سید هاشم هم د مدیتي او اداري ځواک په توګه .څو کاله وروسته د ۲۰۰۸کال په اکتوبر کې سید هاشم صفی الدین د لبنان د مقاومتي غورځنګ د عمومی منشي د جانشین په توګه وټاکل شو.

دالرضوان کنډک ځواک د حزب ا...یو ترټولو مشهور او خوځنده او کارنده ځواک دی چې ترټولومهم ماموریت ئې په راتلونکي کې په هر احتمالی جنګ کې د فلسطین خاورې ته واریدیدل دي. رشواه ځانګي کنډک د طوفان الاقصی ناڅاپی عملبیاتو له پیلیدا څو میاشتې مخکې د لبنان د حزب ا...د ځانګړي ځواک او یوې ضربتي ډلې په توګه مشقونه ترسره کړل. چې په رسندوئي فضا کې ئې نسبتا ډير انعکاس رامینځةکړ.او په مشخص ډول د صهیونیسټي رسندویو د توجه په مرکز کې ورغی.په دغو مشقونو کې رضوان کنډک په هغو پرمختللو وسلو سره چې په لاسونو کې ئې درلودې، د دیوال په څير له رکاؤټونو تیر شول.
د اسراښئیلو د دیارلسم چینل ددفاعي چارو یوه لوړپوړي خبریال آلون بن ډيویډ چې په پوځي او دفاعي چارو کې یو مشهور متخصص هم دی، ددغې مانورې په پاب وئيلی دي، رضوان کنډک یو اته زره کسیز روزل شوی مځکنی ځواک دی چې د فرمان له صادریدا وروسته په څو ساعتونو کې له پولو تیریدلی او اسرائيلی ښارګوټی نیولی شي،له دې وروسته په توغندیو او راکټونو سنباله یوه ستره ډله تیاره ولاړه ده څو پخپلو بریدونو سره دوي ته پوښښ ورکړي او ورڅخه پشتیباني وکړ.::
د رضوان ځانګړي کنډک قوماندان ته د شهید عماد مغنیّه د وسلې ډالۍ کیدا یوه داسې پيښه وه چې په ټولنیزو چینلونو او رسمي رسندوئي فضاؤ کې ئې ډير زیات غبرګونونه او انعکاسونه درلودل او وار د واره په کرتو دغه خبرتیا خپره شوه .د حزب ا...غورځنګ د اجرائي شورا مشر سید هاشم صفی الدین له دغې مانورې وروسته په یوې مرکې کې وئيلی وو؛ سهار،د مانورې له پیلیدا مخکې،د حاجی عماد مغنیّه کورنۍ د مانورې ځاي ته ورغله او د حاجي عماد زوي د کورنۍ په نمایندګۍ خبرې وکړې او وې وئيل؛ مونږ غواړو،د هغه شخصي وسله رضوان کنډک ته ډالۍ کړو::: دغه وسله د حاجی عماد دلمسي واړۀ عماد لپاره په یادګار پاتیکیدلی شوه، دغه وسله په همدې کورنۍ کې د یوه انساني او احساسي میراث په توګه باقي پاتیکیدلی شوه.
خو د حاج عماد مغنیّه کورنۍ پخپله د هغه په څیر یوه مهربانه او بخښونکي کورنۍ ده او رضوان ځانګړي کنډک ته د هغه د وسلو په ډالۍکولو سره ئې غوښتل ووائي؛چې د حاجی عماد هرڅۀ د رضوان کنډک د مقاومت په خدمت کې دي. زه په دې اند یم ، یوه ورځ چې رضوان ځانګړی کنډک فلسطین ته وارد شي، نو هغه وسله چې دحاج عماد کورنۍ په خپل لویوالي او مهربانۍ سره دغه کنډک ته بخښلې ده،د هغه چا په لاس به ئې ورکړي، چې نه یوازې فلسطین ته بلکې قدس ته به واردشي.

له ۲۰۰۰کال څخه وروسته او دلبنان دحزب ا... د لومړي بریالیتوب په تحقق پسې ، مقاومت ، یوه شیبه هم په آرامه نه کيښناست او خپل چمتووالی ئې وساتۀ.د ۲۰۰۰ کال له بریالیتوب وروسته په لومړیو شپو ورځو کې ، د ورپسې جنګ لپاره چمتووالی پیل شو تر دې چې ۲۰۰۶کال راورسید. د جولائي له جنګه وروسته چې تر ۳۳ ورځو پورې ئې دوام وکړ،، عماد مغنیّه بیا ټينګار کړی ؤ چې اصلا آرام کول په ایجنډا کې نشته ،مونږ ځانونه باید د ورپسې ډغرې لپاره تیار کړو.
اسلامی مقاومتي غورځنګ،د خپل دښمن خوي، خټه او ماهیّت پيژني او ثبات ایمان لرونکي، او یو شجاع، حکیم رهبر او پیاوړی ملت لري او داټول عوامل په اختیار کې لري، داسې عوامل چې لامل کیږي، تل د تدارکاتو،چمتووالي او پرمختګ په حال کې دي او د مقاومت د لارې دوام دی.د مقاومتي ځواک له نظره، د خداي په لاره کې جهاد او مبارزه، دخدا وندمتعال له خوا یو نعمت دی او جهاد د جنت یوه دروازه ده چې خدای تعالی په اولیا او پخپل خاصو او ځانګړو بندګانو خلاصه کړې ده.
سید هاشم صفی الدین خپلې مرکې په دوام کې د رضوان کنډک له بریالیو مشقونو وروسته وئيلي وو، هغه کسان چې د اسرائیلو له ټولنې سره بلد دي، دغه ټولنه یوه همدله، یو موټی او متحده ټولنه نه ده .دوی هڅه کوي،ځان خلکو ته داسې وبریشوي چې کني یوه همدله ټولنه ده، په داسې حال کې چې دغه ټولنه د داخلی اختلافاتو،دسیې ووژلې او کشتار په اساس جوړه شوې ده. دوي له دسیسې پرته ژوند نشي کولی،د یوه بل په ضد دسیسې کوي، که څو د اسرائيلو ټولنې ته وارد شي، نو په بشپړ ډول پوهیږي چې د هغو په نزد داختلاف ډیر عوامل پکې شته دي ، پخپله دوي وائي ، کله یو هیود، بل یهودي وژني ،دنیا آخر ته رسیږي. دوي اوس په دغې لارې روان شوي دي. واقعیّت دا دی چې د اسرائیلو ټولنه له داخله دړې وړې شوې ده،په دوي کې داسې تعصبونه او توپيرونه شته دي چې په آسانۍ سره ورڅخه نشی تیریدلی. له دې مخکې دوي پخپل ظاهری قدرت سره پر دغو تعصبونو او توپیرونو برغولی کیښودو، خو نن سبا چې له سیاسی او امنیتی پلوه کمزور ي شوي دي،د دوی واقعیّتونه رابرسیره شوي او ددوي اختلافات هم راښکاره شوي دي. مونږ تل وئيلي دي، د اسرائيلو قدرت د دوي په توانمنیو کې نه دی، د مسلمانانو او عربانو په کمزورتیا کې دی،کله عربانو او مسلمانانو د مقاومت له لارې خپلې توانمنۍ او قدرت وښود او یوموټی او متحد شول ، نو اسرائيل په کمزوریکیدا شول او د هغوي دکمزورتیا عوامل رابرسیره شول، کله مقاومت قدرتمن شو ،نو داسرائیلو ماهیّت راښکاره شو او ددغه رژيم بې وسی او ناتواني او کمزورتیاوې راښکاره شوې. او دا منظرې په ۳۳ ورځني جنګ ټولو ولیدې.
کله د امریکا سرزوری جمهوری غواړی ګوند چې پر عراق او افغانستان ئې تسلط درلود، فیصله وکړه چې د مینځني ختیځ سیمه بدله کړي او د امریکا پخوانۍ خارجه و زیرې او جمهوری پالې سیاستوالې کنډولیزا رایس دهغې په باب خبرې وکړې، د لبنان مقاومتي غورځنګ د امریکا په ضد په بریالیتوب سره دغه پلان له ماتې سره مخ کړ او دغه شان دامریکا کمزوري کیدا هم پیل شوه.
سید هاشم صفی الدین په هغې مرکې کې د امریکا دمتحده ایالاتو ځوړتیا اټکل کړې او وئيلي ئې وو، یوازې دوه یا درې کلونه ئې ختمیدا ته پاتې دي . د هغه له نظره، جنګ په دودیزو مفهوم او معنا کې او په بله معنا د مقاومتي چورلیز به ګټه پاي ته رسیدلی،خو باید هماغه راز د مقاومت او تل پاتیکیدا تعقیب شی. ځکه امریکائي استعمار کله وغواړي ،له یوې سیمې ووځي، نو بې شکه هغه به وچاودوي او تباه به ئې کړي.:::
له هغه وخته څه دباسه یو کال تیرشوی دی او په عربی نړۍ کط او د فارس خلیج سیمې کې سیاسی بدلونونه او نور بدلونونه په رامینځةکید دي چې دا ټول د امریکا په کمزورتیا دلالت کوي.
د لبنان د حز ا... غورځنګ دعمومی منشي سید حسن نصر ا..له شهادته وروسته و تلې د میاشتې په شپږمه نیټه،شناندو او مختلفو رسندویو پخپلو ارزونو کې د دغه غورځنګ دعمومی منشي په توګه د سید هاشم صفی الدین د ټاکل کیدا ډیر احتمال په باب خبرې کولې. د بهرنیو رسندویو په وینا، صفی الدین له ظاهری او چلندي کړچار له پلوه ډير زیات سید حسن نصر ا... سره شباهت درلود. همداراز له اسرائيلو او لویدیځ سره سره په دښمنۍ کې د هغه سختو دریځونو ته په پام سره صهیونیسټانو دغه ارزونې وړاندې کولې چې د صفی الدین په رهبرۍ سره به د حزب ا... کړچار نوره هم سخت شي.. صهیونیسټي مشرانو په دې چې سید هاشم صفی الدین د حزب ا... غورځن په مشرۍ کې راشي ، ډیره ویره درلوده او بلاخره د ۱۳۰۳ لمریز کال د تلې د میاشتې په دیارلسمه نیټه او د سید حسن نصر ا... له شهادته یوازې شپږ ورځې وروسته د بیروت په ضاحیّه کې په یوې ودانۍ د صهیونیسټي ترهه ګر او وحشي رژيم په څاروي ډوله بمباریو کې د لبنان د حز ب ا... غورځنګ د اجرائي شورا مشر د لبنان او د نړۍ د پتمنو مسلمانانو ډير محبوب او مشهورروحانی شخصیّت، سید هاشم صفی الدین سره د یوشمیر ملګرو شهید شو .
نن سبا حزب ا... یوازې په رهبر تکیه نه کوي، بلکې د یوه فکر په اساس پرمخ ځي چې به یوه منظم او قدرتمن اورګان بدل شوی دی،لکه څنګه چې حضرت امام خامنه اي هم د خپل تسیلیّت په پیغام کې وئیلي دي،حزب ا...ژوندی او خوځنډه دی او خبل تاریخی رول لوبوي.
خوږو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************