د ایران د سپاه پاسداران ځواک څلور نور ټروریسټان هلاک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154050-د_ایران_د_سپاه_پاسداران_ځواک_څلور_نور_ټروریسټان_هلاک_کړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د قدس کیمپ د امنیت د شهیدانو د عملیاتو ویاند «سردار احمد شقايي« د ایران په جنوب ختیځ کښې په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د څلورو نورو ترهګرو د وژل کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2024-11-08T10:35:11+00:00 )
Nov 08, 2024 15:00 Asia/Kabul
  • د ایران د سپاه پاسداران ځواک څلور نور ټروریسټان هلاک کړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د قدس کیمپ د امنیت د شهیدانو د عملیاتو ویاند «سردار احمد شقايي« د ایران په جنوب ختیځ کښې په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د څلورو نورو ترهګرو د وژل کیدا خبر ورکړ.

هغه نن وویل په سیستان او بلوچستان ولایت کښې په دغه پوځي عملیاتو کښې د راسک ولسوالۍ په عمومي سیمه کښې له ترهګرو سره په مخامخ کیدا کښې څلور نور ټرویسټان هلاک شول او دغه راز د اسلام یو بل جنګیالی هم شهید شو.

سردار احمد شقايي وویل په دغو بریالیو عملیاتو کښې له ترهګرو یو ګاډی او ګڼ شمیر وسلې او مهمات کشف او ضبط شول او د ترهګرو د پاتې کسانو د تعقیبولو او له مینځه وړلو لپاره هڅې اوس هم دوام لري.