صهیونیسټي رژیم د بشپړې ماتې په درشل کې دی
(last modified Sat, 09 Nov 2024 01:57:33 GMT )
Nov 09, 2024 06:27 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د بشپړې ماتې په درشل کې دی

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د فلسطین او غزې د خلکو مقاومت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د دغه رژیم بالقوه ماتې په اوسنيو حالاتو سره خورا نږدې ده.

د سحاب د شبکې د خبر له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان تورن جنرال حسین سلامي ټینګار وکړ: د اسرائیلو د اقتصاد ۹۸ سلنه په سمندر پورې تړلې ده؛ نو که د دې رژیم بندرونه ویجاړ او د مدیترانې بحر ناامنه شي، همدغه عامل د اسرائیلو د له منځه تلو لپاره کافي دی.

سردار سلامي زیاته کړه، د نن ورځې د اسرائیلو حقیقت، په ورستو چارواکو سره په یوه ستړي شوي پوځ او ګډوډ اقتصاد سره دی، چې امریکا د دوی د هر څه مدیریت کوي.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان څرګنده کړه چې د اسرائیلو د ناکام رژیم په مقابل کې اسلامي ایران نه ماتېدونکی دی او هېڅوک نشي کولای هغه ته ماتې ورکړي که څه هم ټوله نړۍ وي.

د ایران د سپاه پاسدارانو عمومي مشر همدارنګه وویل: د امریکا وروستیو ټاکنو ثابته کړه چې د غزې مقاومت حتی کولای شي د امریکا جنګ غوښتونکي حکومت ته بدلون ورکړي؛ ډیموکراتان هغه کسان وو چې په ټول توان سره یې د فلسطین پر وړاندې له جګړې ملاتړ وکړ، خو په عمل کې، د امریکا خلکو هغه چا ته رایه ورنکړه چې د صهیونیسټانو د وژنې ماشین یې سمبال کړ.