حماس غورځنګ په نړیواله سویه د مظاهرو د ترسره کولو غوښتنه وکړه
(last modified Thu, 14 Nov 2024 01:12:28 GMT )
Nov 14, 2024 05:42 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ په نړیواله سویه د مظاهرو د ترسره کولو غوښتنه وکړه

سحاب خبري سایټ راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په یوې بلنې سره په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو د دوام په غندلو او د فلسطین له مقاوم ملت څخه د ملاتړ لپاره په نړیواله سویه د ولسي فعالیتونو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

د فلسطین حماس غورځنګ په دغه بلنه کښې د نړۍ له عربو او مسلمانو او پتیالیو ملتونو وغوښتل چې د صهیونیسټ رژيم او د هغه د ملاتړو هیوادونو د سفارتونو د کلابند کولو له لارې په ټولو اسلامي او عربي هیوادونو او پلازمینو او د نړۍ په نورو هیوادونو کښې په راتلونکي جمعې او شنبې ورځو خپل لاریونونه ، مظاهرې او فعالیتونه ترسره کړي.

حماس غورځنګ په دغه بلنه کښې وویل په غزې کښې د فلسطین د مقاومت کونکي ملت د هیلې سترګې اسلامي او عربي امت او د نړۍ پتیالیو ته اوښتي چې په دغو مظاهرو کښې په فعال ډول  ګډون کولو سره په ټولو اوزارونه سره نیواکګر صهیونیسټ رژيم او د هغه ملاتړي په غزې باندې د تیریو او د فلسطینیانو پرضد د نسل کشۍ د جنګ د بندولو لپاره تر دباو لاندې ورولي.

صهیونیسټ رژيم له تیر میلادي کال راهسې د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو او د ځینو عربو هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره د فلسطین د خلکو وژله پیل کړي ده چې اوس هم دوام لري.

اسرائیلو دغه راز د لبنان د خلکو وژله هم پیل کړي ده او دغه وژلې ته یې اوس هم دوام ورکړی دی.