سیستان و بلوچستان کښې درې ترهګره هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154490-سیستان_و_بلوچستان_کښې_درې_ترهګره_هلاک_شول
په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د امنیت د شهیدانو د عملیاتي مانورې ویاند په دغه ولایت کښې د دریو ترهګرو د هلاکت خبر ورکړ
(last modified 2024-11-20T23:28:53+00:00 )
Nov 21, 2024 03:53 Asia/Kabul
  • سیستان و بلوچستان کښې درې ترهګره هلاک شول

په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د امنیت د شهیدانو د عملیاتي مانورې ویاند په دغه ولایت کښې د دریو ترهګرو د هلاکت خبر ورکړ

سردار احمد شفائي، پرون وویل: د امنیت د شهیدانو د عملیاتې مانورې د اجرا په دوام کښې درې ترهګر وژل شوي، شپږ ژوندي نیول شوي او پنځو تنه تسلیم شوي او ځانونه یې سپارلي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د اسلام جنګیالیو په سیمه کښې د ټولو ترهګرو عناصرو د ختمولو هوډ کړی او دا مانوره به، خپلو موخو ته تر رسیدو پورې دوام ولري.

د ویلو ده چې د مقاومت په جبهه کښې او ورته محال د اسلامي ایران په ځینو سیمو د اسرائیلو د جنایتکاره رژيم د تیري له ناکامۍ ورووسته، د هغه لاسپوڅو ترهګرو د ایران په سویل ختیځ کښې څو ځلې ترهګر اقدامات وکړل او د ایران د پولیسو څو تنه ماموران یې شهیدان کړي دي.