ایران او ترکیې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل: په سوریه کې فعالې تکفیري ترهګرې ډلې، له امریکا او صهیونیسټانو سره نږدې اړیکې او همغږي لري او په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو څخه د پام اړولو او د مقاومت په مقابل کې د ماتې د جبرانولو په موخه، دغه ډلې په سوریې کې د ناامنۍ رامنځته کولو ته هڅوي.
د سحاب شبکې د خبر له مخې؛ عراقچي زیاته کړه: د ترهګرۍ بیا راستنېدلو، د سوریې امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا له جدي خطر سره مخامخ کړې ده او د دغه ډول خطرناک حالت پایلې به خامخا پر ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د سوریې ګاونډیان اغېزمن کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: ایران لکه څنګه چې پخوا د سوریې د ملت، حکومت او پوځ ترڅنګ ولاړ وو، له دې وروسته به هم د دوی ترڅنګ وي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم وویل: په غزه کې نسل وژنه دوام لري او صهیونیسټي رژیم سیمې ته د بشردوستانه مرستو د رسولو مخه نیسي.
فیدان زیاته کړه: د نتانیاهو او ګالانت لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې د نیولو حکم، د عدالت د اجرا په برخه کې یو هیله مند ګام دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: ترکیې تل د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي د ساتنې ملاتړ کړی او دا بهیر به دوام وکړي.