دسوریې پوځ په حلب ولایت کښې له ترهګرو سره مخامخ شوی دی
د المیادین ټلویزیوني چینل د دغه هیواد په شمال لویدیځ کښې د حلب ولایت په سیمو کښې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د سوریې د پوځ د پرمختګ خبر ورکړ.
زمونږ خبریال د المیادین ټیلی ویژنی چینل له قوله د سوریې په شمال لویدیځ کښې د حلب ولایت د السفیره سیمې په لور د سوریې د پوځ د پرمختګ په زیاتیدو سره په دغه سیمه کښې ترهګرې ډلې وتښتیدې .
دا بدلونونه په داسې حال کې کیږي چې د مقاومت په ډلو پورې تړلې یوې سرچینې تایید کړې چې د سوریې پوځي تجهیزات او مرستې د حماه شمال او ختیځ او د حلب جنوب ختیځو جبهو ته استول شوي دي.
همداشان دسوریې پوځ د روسیې د جنګیالیو په مرسته په تیرو پنځو ورځو کښې د حلب په ختیځ کښې له النصره جبهې (تحریر الشام) سره تړلې څه دپاسه زر تنه ترهګر هلاک کړي دي .
ترهګرو ډلو د نومبر د میاشتې د ۲۷ نیټې له سهار راهسې د ځینو هیوادونو په ملاتړ او د بهرنیو ځواکونو په راتګ سره د حلب په شمال لویدیځ، لویدیځ او جنوب لویدیځ کښې د سوریې د پوځ په مرکزونو پراخ بریدونه وکړل.
دسوریې پوځ په تیرو ورځو کښې هم په دغه هیواد کښې د ترهګرو لخوا نیول شوی سیمې په نښه کړی دی .